ګل پاڼه څومره مالداره ده چې ١٠میلینه روپۍ ټیکس ترې غوښتل کیږي؟

ګل پاڼه څومره مالداره ده چې ١٠میلینه روپۍ ټیکس ترې غوښتل کیږي؟

دپښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو محکمې د ١٠ میلینو روپو د ټیکس نوټس لیږلی اؤ وایي ګل پاڼه په میلینونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍټیکس هم نه دی ادا کړی.
ګل پاڼه وایي دپښتونخوا په ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو پسې په کروړونو روپو ټېکسونه لیږل صفا ښایي چې ریاست که پخپله دپښتنو هنرمندانو دښیګړې دپاره څه کولی نه شي نو دپرمختګ مخه یې ضرور نیسي.

دخیبرپښتونخوا صوبې دټیکسونو دمحکمې ګل پاڼې ته په لیږل شوي نوټس کې ویل شوي چې هغې دهیواد دننه اؤ بهر په سندرو اؤ کلتوري کنسرټونو کې په میلینونو روپۍ ګټلي دي خو تراوسه یې په دغو پیسو هیڅ ټیکس قامي خزانې ته نه دی ورکړی.

وتلې هنرمندې ګل پاڼې ومنله چې د یو کروړو روپو د ټیکس نوټس ورکړل شوی خو وې ویل چې هغه دخپلو وکیلانو سره په دغه اړه په مشوره بوخته ده اؤ دقانوني لارې به خپل ځواب وایي.

هغې وویل هر چاته معلومه ده چې د پښتنو په خاوره دهشت ګردۍ تر ټولو زیان دموسیقۍ څانګې ته اړولی دی اؤ دلته کلتوري فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

“ولې تاسو نه وینئ چې نن زمونږ فنکاران څومره د بې وسۍ په حالت کې مري؟ خو دا ځکه چې کار یې نشته اؤ ریاست دهغوئ ښیګړې ته توجو نه کوي نو که په داسې حال کې زه یا زما په شان نور فنکاران پخپل همت مخې ته ځي پځایې ددې چې حکومت یې حوصله افزایي وکړي ، دداسې حرکتونو په وجه یې ددې فن نه زړه ماتوي.”

ګل پاڼې نه چې کله وپوښتل ایا په رښتیا هم دومره ډیرې پیسې ګټې چې په کروړونو کې درنه ټیکس غوښتل کیږي “نو وې ویل اول خو دې خلک پخپله داسوچ وکړي چې که ما دومره پییسې ګټلی نو بیا به تراوسه په پیښور کې ناسته وم ؟”

هغې وویل کله چې دیو فنکار سره د ریاست دې رویې ته وګوري نو ووایي “کاش چې یا خو دپښتنو دخاورې فنکاره نه وم اؤ یا مې هډو دلته ژوند نه کولی.”

ګل پاڼه د پښتو هغه دښکلي غږ اؤ څهرې هنرمنده ده چې په میلینونو مینه وال لري..

دپيښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده اؤ وایي چې اوس د پي ایچ ډي‌ کولو اراده هم لري.
پہ شکریہ د وایس اف امریکه ډیوه ویب پاڼہ:


Related Articles

دسینیټ کمیټې ډي ایي خان کې دپیغلې بربنډؤلو دپيښې نوټس اخستی

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټې په ناقراره صوبه بلوچستان کې دانساني حقونو څخه دسرغړؤنو دمخ په زیاتیدونکو پیښو اؤ

هره ورځ په ډیلي کې پر ۳ نجونو او ۶ ښځو جنسي تېری کېږي

اے ایف پی: په هند کې د ښځو د حقونو یوې مدافع وکیلې سواتي مالېوال له لومړي وزیر نرېندرا موډي

شکسپیر د ښځو په اړه وایی

شکسپیر د ښځو په اړه وایی ٭ د ښځې په ذهن کې دوه فکرونه وي: هغه دا چې ښځه هر

No comments

Write a comment
No Comments Yet! You can be first to comment this post!

Write a Comment

Your e-mail address will not be published.
Required fields are marked*