‘فاټا پوهنتون نجونه زده کوونکې نه لري’

‘فاټا پوهنتون نجونه زده کوونکې نه لري’

وفاقي حکومت د خیبر قبایلي سیمې په دره ادم خیل کې فاټا پوهنتون پرانیستی دی خو لاهم له اسانتیاوو بې برخې دی.
شاهین بونیری. مشال ريډيو.

په دوه زره نهم کال کې د پاکستان وزیراعظم د دې پوهنتون اعلان کړی وو او په دوه زره دولسم او دیارلسم کال د فاټا سیکرېټرېټ تر پرمختیايي پروژې لاندې د پوهنتون لپاره دوه سوه شپږشپیته کناله ځمکه واخېستل شوه. دا د ۴.۶ بیلیونه (اربه) روپو پروژه ده.

د مشال راډیو په خپرونه ؛ د کرښې په غاړه؛ کې د خبرو په وخت د پوهنتون رجسټرار انوار خواجه وویل چې فاټا یونیورسټي له دوه زره شپاړسمکال راهیسې خپل کار پیل کړی دی. په پوهنتون کې لومړی اووه شپېته زده کوونکیو داخله اخیستې وه چې اوس يې شمیره دوه سوه شپیته ته رسیدلې ده.

نوموړي وویل چې دا وخت په پوهنتون کې د بیچلرز په کچه په اووه څانګو کې زده کړې کیدلی شي، ښځې استادانې هم ګمارل شوې دي خو تر اوسه په پوهنتون کې یوې نجلۍ هم داخله نه ده اخیستې.

د قبایلي سیمې یو خبریال او ټرایبل ټایمز ایډیټر رضا دوتاڼي وویل دغه پوهنتون د یو کالج په تعمیر کې پرانستل شوی دی ، او بنیادي اسانتیاوې نه لري. بل پوهنتون په دره ادم خېل کې دی نو یوه نجلۍ هم نه غواړي چې دغلته زده کړو ته زړه ښه کړي.

دوتاڼي وویل چې فاټا سیکرټرېټ، ګورنر او وفاقي حکومت په خپل وخت د دې منصوبې په بشپړولو کې پاتې راغلي دي.

تیره اوونۍ له مشال راډیو سره د خبرو په وخت د سیفران وزیر مملکت غالب خان وویل چې قبایلي سیمو کې د لوړو ذده کړو د کمیشن د مشر سره خبرې کړي دي او د سینیټ قایمه کمیټي په دې رضا شوې ده چې په فاټا کې د پوهنتونونو څانګې پرانیزي.

بل خوا له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي چې وفاقي حکومت له دوی سره په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي پروژو په اړه هیڅ سلا مشوره نه کوي او دا څلورم کال دی چې د فاټا سیکرېټرېټ د پرمختیايي پروژو بیاکتنې غونډه نه ده شوې.

د پارلیمان غړي وویل په دره ادم خیل کې د پوهنتون پرانيستل یوه سمه پرېکړه نه وه ځکه چې دغه ځای له ډېرو قبایلي سیمو لیرې دی. شهاب الدین غوښتنه وکړه چې باید په هره قبایلي سیمه کې خپل خپل پوهنتون پرانیستل شي.

د پوهنتون رجسټرار انوار خواجه وايي ــ دوی له پوهنتونه ګیرچاپیره امنیتي دیوالونه درولي دي او د پوهنتون د تعمیر جوړولو لپاره يې کنسلټنټ ته وظیفه ورکړې ده. هغه هیله لري چې د پوهنتون د تعمیر کار به راروانو څو کلونو کې بشپړ شي.


Related Articles

په فاټا كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د 36 زره كورونو معاوضه وركړې شوې

په فاټا كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د 36 زره كورونو معاوضه وركړې شوې اسلام آباد:

وفاقی حکومت قبائلي زلمو لپاره د 6 مياشتو تېكنيكي پروګرام جاري كړو

اسلام آباد ۔(اے پی پی) وفاقی حکومت قبائلي زلمو لپاره د 6 مياشتو تېكنيكي پروګرام جاري كړې۔ د فاټا ډوېلپمنټ

فاټا کې د ښځینه رای ورکوونکیو زیاته شمیره څه ګټې لري؟

د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الیکشن کمیشن اف پاکستان) له خوا خپره شوې شمیره ښايي چې په سرشمیرنه کې د

No comments

Write a comment
No Comments Yet! You can be first to comment this post!

Write a Comment

Your e-mail address will not be published.
Required fields are marked*