هره ورځ په ډیلي کې پر ۳ نجونو او ۶ ښځو جنسي تېری کېږي

هره ورځ په ډیلي کې پر ۳ نجونو او ۶ ښځو جنسي تېری کېږي

اے ایف پی:
په هند کې د ښځو د حقونو یوې مدافع وکیلې سواتي مالېوال له لومړي وزیر نرېندرا موډي غوښتي چې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو د مخنيوي لپاره دې تېريګر د خپل جرم د شپږو میاشتو په موده کې د ننه اعدام شي.

اغلې مالېوال دا غوښتنه د ۲۳ کلنې زدکړیالې جیوتي سېنګ د مرګ له پنځمې کليزې سره هممهاله کړې چې له ډله ييز جنسي تېري وروسته ووژل شوه او پراخ غبرګونونه يې وپارول.

نوموړې له لومړي وزیر نه دا غوښتنه په یوه لیک کې کړې ده.
د ډیلي د ښځو د حقونو د کمېسیون مشرې اغلې مالېوال بي بي سي ته وویل: “په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ نه دي بدل شوي، ډیلی لاهم د جنسي تېري پلازمېنه ده. تېره میاشت، د جنسي تېري مجرمې او وحشي ډلې پر یوېنیم کلنې نجلۍ جسني تېری کړی و، پر یوې بلې اوه کلنې نجلۍ یې هم تېری کړی و”.

دا وايي، په منځني ډول، هره ورځ په ډیلي کې پر درو نجونو او شپږو ښځو جنسي تېری کېږي.

هند د جنسي تېري د مخنیوي لپاره قوانین سخت کړي.


Related Articles

‘فاټا پوهنتون نجونه زده کوونکې نه لري’

وفاقي حکومت د خیبر قبایلي سیمې په دره ادم خیل کې فاټا پوهنتون پرانیستی دی خو لاهم له اسانتیاوو بې

د جيني د ودولو عمر څومره پکار دی؟

محمد عمران ( مشال ريډيو) د پاکستان سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ د ماشومانو نجونو ودولو قانون کې د بدلون منظوري

په ٦٥ ژبو کې ژباړل شوی کتاب اي اېم ملاله په اردو ژبه کې هم چاپ شو

د امن نړيواله جایزه گټونکې ملاله یوسفزۍ کتاب اي ایم ملاله (زه ملاله یم) په اردو ژبه کې مشعل بکس