ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب رنګينه پاڼه

ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب رنګينه پاڼه

ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنګينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولګې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنګه چې دنوم څخه معلوميږي چې ګودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دګودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دګودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منګي او ماذديګري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولوتوان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه اودمينې ولوله راپاروي . دپښتنوپه سيمه کې دګودرغاړه په مازديګري کې دپېغلو په تودواکاړو ګرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي . ګودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. ګودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منګي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې ګودر ته معمولاً انجونې ځي او ډېرې په خوښۍ د ګودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنګه چې زموږ په وطن او په ځانګړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تګ راتګ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له ګودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې ګودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينګښت تارونه تړي. دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز ګودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:

اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه

دلته د ګودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف ګالي او د يار ديدن کوي. په ګودر کې نه يوازې د انجونو خنداګانې او د بنګړو شرنګهار شتون لري، بلکې هلته د ګودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې ګودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:

پر ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه

دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د ګودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولګه ليدلې وي، هغه بيا ځان د ګودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي:

خاونده ما د ګودر ګل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

دلته د هغه ګل يادونه شوې، کوم چې د ګودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا هم ځينې ميينان ګودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تګ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتګ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:

په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا ګودر د اوبو پسې هم نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سره د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم دمورڅخه خوږه اونيږدې څه نشته خوکله چې يوه نجلې په کورکې دموراوپلارله خواورته رداوبدوويل شي هغه خپل ډک زړه ګودرته وړي اودګودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې دګودرغاړه په شنواوسرورنګونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :

پرګودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه

کله چې په ګودردنجونوسره ،سپين اوشنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنګونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنګ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي اووايې چې کله سورسالوپه ګودرراښکاره شي دغه سور رنګ دومره تيزوي لکه داورتاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داورضد وي خوبياهم هغه تاثيرات چې په سورسالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي .

يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه
په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه
٭٭٭٭٭
ورشه د يار خبر دی واخله
چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه
٭٭٭٭٭
ما ز ديګر چير ته وی چې نه وې
خوری وری زلفی په بام ولاړه ومه


Related Articles

ژوند هغه دی، چې فکر يې کوو

بریا او ماتې زموږ د فکرونو د څرنګوالي پايلې دي. که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، ژوند مو

بخت ذاده دانش فن او شخصیت

بخت ذاده دانش صیب او شخصیت لیک: جبران بونیرے پیښور دانش صیب سره زما ړومبنی ملاقات په دیر واړی کښ

که غواړئ ماشومان مو خپل ژوند کې بریالي وي نو دا ټکي په پام کې ونیسئ

لیکواله: کریسټینیا ډیس ماریس ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل (یاران ڈاٹ کام) تر دې دمه ډیرو کسان د بریالیو ماشومانو ځانګړنې