امريکا د شام په اړوند تګلاره کې په بدلون غور کوي

امريکا د شام په اړوند تګلاره کې په بدلون غور کوي

امريکا په شام کې په خپله تګلاره کې د بدلون تیاری کوي چې د داعش د خپلسره خلافت د مينځه وړلو وروستو د بيا رغونې په لمړو کارونو کې مرسته وکړی شي.

د امريکا په ملاتړ د تير اکتوبر په مياشت کې د داعش د ترهګرو نه د هغو پلازمينه خالي کړی شوې وه او د هغې وروستو د شام سيرين ډېموکرېټک ځواک (اېس ډي اېف) په پاتې علاقو کې په داعش پسې شوی دی.

ويل کيږي د اېس ډي اېف د اثر لاندې سيمو کې د داعش د تندلارو شمېر د ۱۰۰۰ نه کم پاتې شوی دی.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس ويلي چې د حالاتو قابو کولو د هڅې دا سم وخت دی.

مېټس د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي، مونږ چې به کومه لاره خپلوؤ هغه به په سيمه کې د قبضې په ځای د بيا رغونې وي، او د هغې دپاره به تاسو په ځمکه امريکايي سفارتکار وينئ.

مېټس د دې خبرې دپاره وخت نه دی ټاکلی چې شام ته به سفارتکار يا نور کارمندان کله وليږي خو ټينګار يې کړی چې دا کار دې بيا د سره نوې جوړونه ونه ګڼل شي.

مېټس ويلي چې دا به يو ډېر مهم کار وي چې ملبه اوچته کړی شي او نورې اسانتياوې په ځای کړی شي بيا اسکولونه پرانستل شي او هڅه به کيږي چې په ځايي الاتو علاقې پاکې کړی شي.

په شام کې به د سفارتکارو او عامې ابادۍ د ساتنې او د داعش د تندلارو د مخې نيولو د روزنې د مرستې په لړ کې ۲۰۰۰ امريکايي سرتيري موجود وي.

مېټس ويلي د امريکا ملاتړي ځواکونه به د داعش د تندلارو وسله والو په ضد مبارزه دوامداره ساتي.

ڈیوہ رادیو


Related Articles

افغانستان او هندوستان ترمينځه تجارت شروع

هندوستان د ايران د لاري افغانستان سره تجارت شروع کړے او د چابهار پورټ په ذريعه ئي د غنمو اولني

د جاپان د شهزادګۍ واده تر 2020 ء وځنډولې شو

ټوکیو (اے پی پی): د جاپان د شاہ آکی هیټو د نمسۍ د شهزادګۍ ماکو واد تر 2020 ء ځنډولې

کابل ،په ملټری اکیډمۍ د بريد ذمه واري داعش قبوله كړه

کابل (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت کابل كښې د ګل په ورځ په مارشل فهیم ملټری اکیډمی د