د چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځنۍ تنقيدي غونډه

د چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځنۍ تنقيدي غونډه

عظمت تنها: 

د چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځنۍ تنقيدي غونډه نن د اتوار په ورځ سحر لس بجې د ښاغلي رحمان سېد روښان صېب په مشرۍ کښې اوشوه. ښاغلے فضل خالق نصرت صېب اعزازي مېلمه ؤ .د نظامت چارې نصيب يار چغرزي صېب تر سره کړې. د غونډې پرانسته د تلاوت کلام پاک نه رمضان رهبر صېب اوکړه. ښاغلي ګل ايوب ګل صیب خپل کلام تنقيد ته وړاندې کړو چې ملګرو پرې ګټه ور بحث اوکړو اؤ د مناسب بدلون د تجويزونو وروسته يې معياري اوګرځولو.

د تنظيمي امورو نشست کښې ملګرو د جرګې د پرمختګ دپاره غوره تجويزونه ورکړل چې پکښې د مکي خېل مشاعره، د جرګې د فېسبک پاڼې ګروپ باندې روزانه د ماښام ۷ بجو نه تر ۹ بجو پورې په ادبي موضوع بحث اؤ اجلاس ته د منظوم ليک نه علاوه منثور ليک راؤړل فېصله کړے شو. ياده دې وي چې د مکيخېل مشاعره باندې بحث به د راتلونکي اجلاس د ايجنډې برخه وي. د چغرزي پښتو ادبي جرګې کراچۍ څانګې په پرانسته د جرګې د ټولو ملګرو لۀ خوا د مبارکۍ قرارداد په متفقه توګه منظور کړے شو چې پکښې د کراچۍ څانګې ملګرو د پاره د خوشحالۍ او هر قسمه مرسته وعده اوکړےشوه.

اخره کښې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغلي مسلم ازاد صېب، نسيم جانان، افضل احساس، ګل ايوب ګل، رحمان سېد روخان، رمضان رهبر، فضل خالق نصرت، نصيب يارچغرزي اؤ عظمت تنها خپل کلامونه وړاندې کړل. په ادب مئينانو ښاغلي رحمان ګل، بختي سېد اؤ عزيزالرحمان صېب هم په اجلاس کښې ناسته اوکړه. ياده دې وي چې راتلونکي اجلاس کښې به د افضل احساس صېب په کلام تنقيد وي، عرفان الله عرفان صېب به په نظم خپل نثري مضمون راؤړي اؤ مسلم ازاد صېب به خپل رپورتاژ ملګرو سره شريکوي. د غونډې ختمه رمضان رهبر صېب په دعائيه کلماتو سره اوکړه.


Related Articles

پښتونخوا: د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به ۲۰۰۰۰ امامانو ته تنخوا ورکوو

ډیوه رادیو په ترهګرۍ ځپلې خیبر پښتونخوا کې ښي اړخه واکمن ایتلافي حکومت د صوبې د ۲۰۰۰۰ جامع جوماتونو امامانو

په فاټا كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د 36 زره كورونو معاوضه وركړې شوې

په فاټا كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو ته د 36 زره كورونو معاوضه وركړې شوې اسلام آباد:

پشاور ريپډ بس ټرانزټ منصوبي په اړه دي صوبائي حکومت جواب جمع کړې: پيښورهائي کورټ

پيښور هائي کورټ د پشاور ريپډ بس ټرانزټ منصوبي خلاف جمع کړے شوي رټ باندي صوبائي حکومت نه جواب غوښتي۔