وزيراعظم شاهد خاقان به ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون کوی

وزيراعظم شاهد خاقان به ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون کوی

وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نیټه په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كوي٬ وزيراعظم به نړيوالو مشرانو او د امريكې٬ اروپا٬ چين او د جاپان د 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به د بیلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډون كوي او د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره به مركې هم كوي

اسلام آباد : (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس- كلوسټرز٬ سوئټزرلېنډ كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم ته د دې دورې كولو بلنه د نړيوال اقتصادي فورم باني او اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر كلاس شواب وركړے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به په يو شمېر مهمو دستورو كښې ګډون كوي او نړيوالو مشرانو او د امريكې٬ اروپا٬ چين او د جاپان د 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره به ملاقاتونه كوي۔
وزيراعظم به د نړيوالو اقتصادي مشرانو د غېر رسمي ډَلې په خاص غونډه كښې د هېوادونو او حكومتونو مشرانو سره هم ليدنه كوي۔ هغه به د جنورې په 24مه نېټه د بېلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به وال سټريټ جرنل٬ نكي/ اېف ټي ګروپ٬ واشنګټن پوسټ٬ سي اېن اېن او د رائټر پشمول د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره مركې هم كوي۔ د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزيراعظم ګډون به كاروبار٬ سرمايه كارې او تجارت لپاره پاكستان ته د يو مهم مقام په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركړي او د پاكستان پرمختګ كوونكې معيشت به په ډاګه كړې شي۔ دا به په غېر رسمي غونډو كښې يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقات او په بېلا بېلو چارو د خبرو اترو كولو يوه مهمه موقع هم وي۔


Related Articles

سره د ټګۍ كم ووټ اخستل د تحريك انصاف سياسي مرګ دے۔امیرمقام

پېښور۔(اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې تحریک انصاف

روغتيا غوره اسانيې وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د روغتيا غوره اسانيې وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غونډې ته وېنا

سنیتر مشاهد حسېن سيد د سېنېټ غړيتوب څخه استعفيٰ وركړه

اسلام آبا: سناتور مشاهد حسېن سيد د سېنېټ غړيتوب څخه استعفيٰ وركړې ده۔ د سېنېټ سېكټرېټ ذريعو له مخې سناتور