د نقيب الله پرضد هيڅ قسمه مقدمه نشته، پولیس

د نقيب الله پرضد هيڅ قسمه مقدمه نشته، پولیس

کراچۍ: د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب الله محسود د وژنې پلټونکې کمېټۍ پوليس چارواکو ویلي په “يوه پوليس تهاڼه کې ورته د نقيب الله پرضدد جرم په کومه مقدمه کې د ککړتيا رپورټ په لاس نه دی ورغلی”.

ډي ايي جي سلطان علي خواجه د ډي ايي جي ازاد خان سره په ګډه د اتوار او ګل په منځنۍ شپه ناوخته خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، “مونږ ته د تهاڼو د ريکارډ نه داسې هيڅ نه دي ترلاسه شوي چې هغه په کوم کېس کې ککړ وي”.

هغوي وويل د نقيب الله محسود په وژنه تورن د مليرضلعې د پوليس مشري کوونکی اېس اېس پي “راؤ انوار ورسره پلټنو کې مرسته نه کوي”.

دوي زياته کړه د يکشنبې، اتوار په ورځ يې څو ځله راؤانوار سره د تماس هڅه وکړه خو د هغه موبايل نمبر بند دی.

پلټنې کوونکو چارواکو وويل دوي راؤانوار ته موقع ورکړې چې هغه ځان په دغه مقابله کې بې ګناه ثابت کړي خو هغه د کمېټۍ سره مرسته نه کوي او تراوسه په دې کې پاتې راغلی چې نقيب الله محسود ترهګر ثابت کړي.

خو بل لور ته راؤ انوار د پوليس په درې کسيزه کمېټۍ نيوکې کوي چې د هغه پرضد سازش کوي او زياته کړې يې ده د کمېټۍ په وړاندې نه حاضريږي.

خو د لوړ پوړو پولیس کمېټۍ مشري چې د سي ټي ډي پوليس مشر ډي ايي جي ثناالله عباسي کوي وايي دوي د سترې محکمې او پوليس مشر حکم پوره کوي چې د دغه تورنې جعلي مقابلې اصليت په ډاګه کړي دوي دا هم وويل چې راؤ انوار که دوي ته نه مخامخ کيږي ايي جي پوليس يا د بشري حقونو دولتي کمېشن ته دې حاضر شي.

د کراچۍ د پوليس وياند عادل رشيد ډيوه رېډيو ته ويلي، “د نقيب محسود د کورنۍ د دريځ په ترڅ کې به د راؤ انوار په ضد کارروايي کيږي چې د نقيب کورنۍ د پوليس افسر په ضد کوم ډول مقدمه درج کوي”.

هغه وويل ځکه راؤ انوار او هغه سره نور شريک پوليس تراوسه نيول شوي نه دي معطل کړی شوي دي.

د نوموړي په وېنا د نقيب کورنۍ پسې خبر شوی او هغوي کراچۍ ته په لار دي چې راشي د هغې وروستو به نوره کارروايي کولی شي.

راؤ انوار او د هغه په پوليس پارټۍ باندې تور دی چې په ۱۳م جنورۍ يې د ملير ضلعې په شاه لطيف ټاؤن علاقه کې يوه جعلي مقابله کې نقيب سره د درېو نورو کسانو وژلی ؤ، انوار د مقابلې په وخت ويلي ؤ مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

خو د نقيب کورنۍ دغه ټول تورونه ردوي او وايي هغه په کراچۍ کې خواري مزدوري کوله.

د راؤ انوار په ضد په ټولنيزو رسنيو او احتجاجي مظاهرو وروستو د سندهـ صوبايي حکومت او سترې محکمې د دغه مقابلې نوټس اخستی او بې طرفه پلټنو حکم يې کړی ؤ.

د پلټنيزې کمېټۍ د لمړي رپوټ د سپارښتنو په رڼا کې راؤ انوار د مليرضلعې د پوليس د مشرۍ څخه لرې کړی شوی اود هغه ترڅنګ په دغه مقابله کې شريک ټول پوليس معطل کړی شوي دي.

کمېټۍ د راؤ انوار او هغه سره شريکو پوليسو نومونو په اي سي اېل (اېګزټ کنټرول لسټ) کې اچولو سپارښتنه هم کړې ده چې د ملک څخه بهر لاړ نشي.

د راؤ انوار او هغه سره د نورو پوليسو نه پوښتنې روانې دي او محکمانه کارروايي کيږي خو دهغه په ضد لا مقدمه نه ده درج کړی شوې.

انوار اول تور لګولی ؤ چې هغه په شاه لطيف سيمه کې په مقابله کې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره تعلق لرونکي ترهګر وژلي اود هغې وروستو یې بيا دا ادعا هم کړې چې نقيب الله د تاوان دپاره تښتوونو او ترهګرۍ په پېښو کې ککړ ؤ.

پلټنيزې کمېټۍ تېره شپه ويلي دا هغه نقيب الله نه دی چې تورونه پرې لګول شوي دي.

د اتوار په ورځ ځايي رسنيو د انوار له قوله ويلي “هغه نه خو په خپله نقيب الله نيولی او نه يې په مقابله کې وژلی دی، هغه دا هم ويلي چې تل يې د مقابلو وروستو د رسنيو سره خبرې کړي ځکه چې نور پوليس بچ کړي او خطره يې په خپل سر اخستې”.

په پوليس افسر راؤ انوار له دې وړاندې هم د لسګونو جعلي مقابلې تورونه لګيدلي او ځايي رسنۍ هغه د مقابلو ماهر (اېنکاؤنټر سپېشلسټ) په نوم هم يادوي.
خو د نقيب محسود د وژنې وروستو غوښتې کيږي چې د راؤ انوار سره دې زوړ ټول حساب وکړی شي.
فضل عزیز بونیری


Related Articles

روغتيا غوره اسانيې وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د روغتيا غوره اسانيې وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غونډې ته وېنا

د ژوب په ستره لاره ټرافيكي پیښه ، د خبريال پشمول دوه كسان مړه

کو ئټه : د ژوب په ستره لاره د تند رفتارۍ له امله موټر د پیښې سره مخ شو چې

دسینیټ کمیټې ډي ایي خان کې دپیغلې بربنډؤلو دپيښې نوټس اخستی

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټې په ناقراره صوبه بلوچستان کې دانساني حقونو څخه دسرغړؤنو دمخ په زیاتیدونکو پیښو اؤ