کابل ،په ملټری اکیډمۍ د بريد ذمه واري داعش قبوله كړه

کابل ،په ملټری اکیډمۍ د بريد ذمه واري داعش قبوله كړه

کابل (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت کابل كښې د ګل په ورځ په مارشل فهیم ملټری اکیډمی د بريد ذمه واري داعش قبوله كړې ده۔
د لويديزې ميډيا له مخې د داعش اعماق څانګې وئيلي دي د دولت اسلامیه جنګيالو د کابل په پوځي اکیډمی يو ځانمرګې بريد كړې۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند دولت وزیری د نړيوالې خبر رسنې ادارې اے اېف پی سره خبرو كښې ووئيل په بريد كښې څلور بريد كوونكې شامل وؤ او په بريد كښې تر اوسه د دوة افغان عسكرو د وژنې او د 10 كسانو د ژوبل كيدو اطلاعات راغلي۔
د افغان چارواكو له مخې يو بريد كونكې کمپاؤنډ ته د داخليدو سره خپل ځان والوزولو دغسې يو بل بريد كونكې نيولې شوې۔ دې څخه وړاندې د تيرې يوې اونۍ په مهال کابل كښې د يو ځانمرګې بريد په نتيجه كښې 100 كسان مړه شوې وؤ۔ ترلاسه شوې اطلاعاتو له مخې بريدونه اوس هم روان دي


Related Articles

د نيو كیلیډونيا په ساحلي سيمه كښې د 7 درجې د شدت زلزله

د نيو كیلیډونيا په ساحلي سيمه كښې د 7 درجې د شدت زلزله٬ د سونامي خبردارې جارې كړے شو نوميا

افغانستان او هندوستان ترمينځه تجارت شروع

هندوستان د ايران د لاري افغانستان سره تجارت شروع کړے او د چابهار پورټ په ذريعه ئي د غنمو اولني

د سوريې ځواكونو پہ بمبارۍ كښې د 20 ماشومانو پشمول 77 كسان مړه او د 300 څخه زيات ژوبل شوي

اسلام آباد: (اے پی پی) د سوريې په غوطه سيمه كښې د ځواكونو لخوا د شوې بمبارۍ له امله د