پاكستان، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښې د كشمير يووالي ورځ پہ 5 فروری لمانځلې شي

پاكستان، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښې د كشمير يووالي ورځ پہ 5 فروری  لمانځلې شي

په پاكستان، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښې د كشمير يووالي ورځ پہ 5 فروری لمانځلې شي
اسلام آباد: په پاكستان، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښې به د كشمير يووالي ورځ د ګل په ورځ د فرورۍ په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ د كشمیر شهيدانو ته پيرزوينې وړاندې كولو او د كشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې رامخې ته كولو پھ غرض پاكستان كښې دا ورځ د 1990ء راهسې لمانځلې كېږي۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد نړۍ ته دا ښكاره پیغام وركول دي چې پاكستان د كشمیریانو جائز مسئلې بشپړه ملاتړ كوي۔ په 5مه فروری د آزاد كشمیر پشمول ټول هېواد كښې به عامه رخصتي وي او دغسې بيلو تنظیمونو د نړيوالې ورورلۍ پام د كشمیریانو د ستونزو پلو راګرځولو له به په دې ورځ ټول هېواد او آزاد كشمیر كښې د لاريونونو ، اولسي غونډو ، دستورو او سیمینارونو اهتمام كولې شي ۔ د كشمیر كلتور او روایاتو ته ودې وركولو له د خاص كلتورې پروګرامونو، عكسي نندارتونونو او فیسټیولز اهتمام هم شوې۔ راډيو پاكستان، آزاد كشمیر، پی ټی وی او شخصی چینلې به د كشمیر په اړه خاص پروګرامونه وړاندې كوي


Related Articles

دسینیټ کمیټې ډي ایي خان کې دپیغلې بربنډؤلو دپيښې نوټس اخستی

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټې په ناقراره صوبه بلوچستان کې دانساني حقونو څخه دسرغړؤنو دمخ په زیاتیدونکو پیښو اؤ

وفاقی حکومت قبائلي زلمو لپاره د 6 مياشتو تېكنيكي پروګرام جاري كړو

اسلام آباد ۔(اے پی پی) وفاقی حکومت قبائلي زلمو لپاره د 6 مياشتو تېكنيكي پروګرام جاري كړې۔ د فاټا ډوېلپمنټ

د ترهه ګرۍ په ضد د بلوچستان د وکيلانو بيلا بیلو تنظیمونو د عدالتونو څخه بائیکاټ

کوئټه كښې تيره ورځ نامعلومه وسله والو ډزو كولو سره ایډوکیټ عدیل او د هغه پلار وژلې دي دې نه