سوات: ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان شہیدان شوي ، ائی ایس پی آر

سوات: ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان شہیدان شوي ، ائی ایس پی آر

د پاکستان پوځ د شنبې په ماښام تایید کړه چې د سوات په کبل سیمه کې د پوځ کیمپ ته نږدې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره (ISPR) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوځ ۱۳ نور سرتیري د پوځ په سپورتي میدان کې د ترسره شوي بمي برید په ترڅ کې ژوبل شوي هم دي.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په لېږلي لیک کې د دې برید زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې د درېوو پوځیانو مړینه تایید کړې وه، خو په تازه بیان کې یې ویلي چې اوه نور سرتیري او یو د پوځ لوړ رتبه افسر د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړې ده.

راپورونه وايي ځانمرګي بریدګر په هغه میدان کې ځان الوځولی چې د پوځ سرتېرو پکې د واليبال لوبه کوله.

ځیني پاکستاني رسنۍ د ژوبلو شویو کسانو شمېره ۱۶ ښايي. ژوبل کسان پوځي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا سوات سیمه چې د خپل قدرتي حسن له کبله شهرت لري د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې د طالبانو په ولکه کې وه، چېرته چې هغوی سختدریځه شریعت نافذ کړی او د خلکو ژوند نارامه کړی و.

که څه هم پوځ په ۲۰۰۹ کې د سوات ټولې سیمې له طالبانو ونیولې خو دغلته د امنیت ستونزې لا هم موجودې دي. څه نا څه ۶۰۰۰ پولیس سرتیري د سوات پر امنیت ساتلو موظف شوي دي.


Related Articles

د مشال خان قضیه : یوه تن د مرګ سزا او پنځه ټول عمر بندي

د خیبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې پر ورځ د مشال خان د وژنې د قضیې فیصله

په ویمن پوهنتون كښې درې ورځنې سی پیك كنفرنس به په 27مه فروری پيل كېږي

په ویمن پوهنتون كښې درې ورځنې سی پیك كنفرنس به په 27مه فروری پيل كېږي پېښور : (اے پي پي)

فاټا کې د ښځینه رای ورکوونکیو زیاته شمیره څه ګټې لري؟

د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الیکشن کمیشن اف پاکستان) له خوا خپره شوې شمیره ښايي چې په سرشمیرنه کې د