د بنير تاريخ د شمس بونېري په نظر

د بنير تاريخ د شمس بونېري په نظر

د بنير تاريخ د شمس بونېري په نظر

تاريخ د واقعاتوحادثاتو اؤ حقائقو د لټولو او بيانولو نامه او جامه ده.
د ټولونه ګران کار د واقعاتو او حقائقو لټون دے او بيا ددې نه ګران کار ددې ليکنه ده. تحقيق ژوره مطالعه غواړي او بيا ددغې مطالعې په رڼا کښې د هغې جاج او جائزه ضروري او لازمي وي.
زما په لاس کښې د ملګري حيدر علي اخون خېل ليکلے شوے او راغونډ شوے کتاب د بونېر تاريخ دے. دنيا کښې داسې ملک ، قام، قبيله نشته چې تاريخ او نوم او ژبه و نۀ لري ولې بد بختي داده چې کوم قامونه قصداً عمداً وروستو پاتي کړي شوي دي د هغوي ژبه ورکه او د هغو تاريخ پټ پاتې شي. د قامونو او قبيلو جغرافيه او مذهب بد ليږي او کلتور هېريدے شي ولې تاريخ ئې نشي ورکېدے .
د قام په تاريخ کښې د ليک نه سيوا د کتبو، عبادت خانو، کنډراتو او د جنګي او خوراکي اجزاؤ د لټون لوئي رول دي. صحيح تاريخ دادے چې د غې ټولو اجزا ؤ نه د ليک په صورت کښې يو مرکب جوړ شي په دغه اجزا ؤ کښې د ټولنې دحکمرانيت او نظام هم تاريخ ته ډېر معلومات ورکوي. کولمبس که امريکه معلومه کړه نو قام ئې د رېډ انډين په نوم وو. نو د بونير نوم هم تحقيق غواړي.

بونير د تاريخ او جغرافيه په رڼا کښې ژور تحقيق او لټون غواړي. تر اوسه ددې خړ غوندې واقعات موسميات او د کتبو ، سيکو ، بتانو او جنګي او خوراکي اجزاؤ په رڼاکښې د سکندر اعظم نه واخله د طالبانو د جنګونو په ذريعه ښکاره خو د واقعاتو په بيان کښې تر ډېر حده ايمانداري نه ښکاري او ددغې ټولنو ليکونو د وئيلو او جمع کيدلو او په دې واقعاتو د تبصرو ذکر په دې کتاب کښې شته او ځاني په ځائے د بعضو واقعاتو د تصديق خبرې د سلوکالو د مشرانو ذکر هم لري.
د ټولونه اول به د بونير د نوم اور بيا ددې ځائے قياساً اولني ميشته قبيلو خبره کوو. مذهبونه او مخونه د وخت په تېرېدو او نوو قبيلو يا حکمرانۍ په راتلو يا خو بدل شي او يا لږ ډېر دنيا کښې د بدلون شکل اختار کړي.
د بونېر ټول خوړونه د غرونو نه رابهيدلي دي او چرته چرته بيا ټول يوې هموارې علاقې کښې ترې لوئے خوړ جوړ شوې او بيا د بونير دا ټول خوړونه په اباسين کښې ګډ شوي دي د غرونو نه د راتلو او رابهيدو وجه د غرونو چينې او د واوروو ويلي کيدو وه د بونير غرونه دنګ او د ځنګلنو نه ډک وو.
دا خبره هم د اکبر باچا په ليکونو کښې شته چې د بونير د ښکار دپاره به هغۀ جوړ شوي او ږده بوټان او د وړۍ جامې اغوستلې او وجه ئې دا وه چې د چملې په غرونو کښې به يو ځناوروۀ چې د هغۀ خوښ وو په سر به ئې يؤ ښکر وو او بره به دوه شوي وو. ددغې ځناور ته به خلقو امبيله وې او امبيله دهغې په نوم امبيله مشهور اؤ ياديږي.

قياساً دا خبره کيدې شي چې دا علاقه د واؤرو د يخ والي په شکل کښې شاړه وه . البته ددې اولنې اوسيدوونکي ځناوران وو چې د غرونو او علاقي په غاړه به پراتۀ يا به ئې يو بل خوړ او يا به د ورځې ښکار او خوراک پسې ګرځېدل ، دلته د نمر او اور ضرورت زيات وو نو چې دلته کومه قبيله اول راغلي وه نو د هغوي په مذهب کښې به د اور او نمر مقام عالي وو نو ځکه دلته د نمر پرستۍ او آتش پرستئ نومونه او ځايونه د کنډراتو د جائزې د پاره شته. دلته چې څوک هم اول کښې راغلي قياساً سړے وئيلے شي چې دا به د څاروو مېښو، غواګانو ،ګډو اور بيزو خاوندان وو. ځکه چې دلته ځنګلونه اود ځناورو خوراکونه ډېر وو نو ځکه امکان لري چې د ددې ځائے اولني اوسيدونکې قبيله د ګوجرو وه. دا ګوجرکه د ګورجيا قبېلې ښاخ دے او که د هندوستان د ګجرات د قبېلې نه راغلي دي. ولې وخت، مقام ، خوراک او ضرورت ددې تائيد کوي. اوس هم دلته د ګوجرو او اجړو خپله ژبه او خپله قبيله شته. نو دلته دا سوال پيداکېږې چې تحقيق اوشي چي دا ګوجر دلته کله او د کوم ځائے نه راغلي دي او لکه څنګه چې دوي مذهب بدل کړے دے نو دغسې ئې خپله ژبه هم لږه ډېره کورنو او قبېلې کښې پاتې شوي کنه نور ئې د اکثره اوسيدونکو پښتنو ژبه پښتو وئيل شروع کړۀ. او دلته بونير کښې د دوي خپل مکتب ، مدرسه او سکولونه نشته .
سوات ته نزدے ټکي سواستو دے نو بونير ته نزدے ټکي بنير دے او که سوات کښې د ګورنر نوم ګمبير کيدے شي نو بونير کښې هم د ګونر نوم بنير کيدي شي . اوس هم محققين لګيا دي په مختلفو مضامينو، مقامي شخصياتو او مذهبونو د پي ايچ ډي ډګري اخلي نو د بونير د محقيقينو هم ذمه واري ده چې د بونير په نوم او تاريخ تحقيق او څوک پرې د پي ايچ ډي واخلي.


په بونيرد ټولو نه اوله حمله سکندر اعظم کړے ده په کړاکړ راغے په جنګدره تېر شوي او په سر ملنګ ملندرۍ تلے دے. ښځه، پيسه او فتح ددغې وخت منظر نا مه وه . دغه وخت د تحقيق وړ دے چې دلته څوک او د کوم مذهب خاوندان اوسيدل او ددې نښې نښانې څه او چرته خوندي دي.
د جنګونو آغاز د تورو وهلو، ګټو ويشتلو او حفاظت د پاره د زغرونو اغوستلو نه شوے دے چې وروستو په دې کښې غشي ليندې هم استعمال کښې راغللۀ. بونير ته د جنګونو لارې کړاکړ ، ملندرۍ، سورکاوۍ او صوابۍ په استعمال کښې راغلې دي او د جنګي سامان د پاره آسونه، قچر او هاتيان په استعمال کښې راغلي دي. د سالار او بادشاه د سرتاج او د لاسو نقشونه ددې علامتونه وو .
مذهبونه د نورو فاتحانو په وجه او جنګونه د اقتدار او فتح د پاره او تحريکونه د خپلي خاوري او قام د ازادۍ دپاره شوي او کيږي .بدها مذهب دلته په جنګونو نۀ دے خور شوے. رام چندرجي د ځان د پاکۍ د پاره د ايلم په غرۀ کښي ديره وۀ، بودها او د هغۀ راهبان په خانقا کښې پراتۀ د امن او سلامتيا ملګري وو.
دلته بونير ته دوئم جنګ محمود غزنوي راوړي او خور کړے ګهيرا د سوات او بنير د بونير نه لرې کړي شوي او هم د صوابۍ په لاره تلي د بودها او اشوکا ډېر عبادت خاني ئې نړولې او ورانې کړې وي. د هندوستان د فتح کولو ارمانونه ئې لرلو ولې خپل داخلي صورت حال ور ته ښه نۀ وو. د تخت او تاج نمر ئې پرېوتو.
بونېر ته درئم جنګ د کړاکړ په لاره مغلو د بيربل په سالارۍ کښې کړے دے . بيربل مړ، ولې جنګونه ئې جاري وو. بونير ته راننوتي دي او د خدو خېلو په لاره وتې او ډېر کوهيان، نشانات ، سيکې، قبرونه او ياداشتونه ئې دلته پرېښودلي دي چې ترننه بونېر کښې د نومونونو په شکل مغل دره او د خدوخيلو جنګدره يادېږي.
بادشاهي د ډيلي نه کيږي او پښتانۀ د اټک د قلعه نه رات کېږي. د اکبربادشاهي د علاقي د مشرانو په جوړولو مواجب ورکولو اوملايانو په حمايتونو نه کيده . لازمي به ئې هر ځائے کښې خپل خپل مشران د خپلې خاورې د مشرۍ او ير غلګرۍ په ضد جوړول. حالاتو واقعاتو د يوسف زو مشر ملک احمد خان د خټکو مشر خوشحال خان ، پيرروښان ، مهمندو او افريدو ميروس خان، ايمل خان ، د مندڼو خاورې ګجو خان پيدا کړۀ . ځائے په ځائے دغې جنګونو د مغلو ملا ماته کړه. په پنجاب کښې سيکانوراج جوړ کړو او خپله بادشاهي او جنګونه ئې طورخم پورې ورسول او افغانستان فتح ددۀ د سلطنت ايجنډه وه.
سرسيد احمدخان د آزادۍ د جنګ نعره په هندوستان کښې اولګوله او د سيکانو د وهلو د پاره پنجتار ته راغې ، جنګونو سره سره ئې د خپل مسلک خورول هم شروع کړه او خپلو مريدانو ته ئې د پښتنو ښځې او پېغلې وادۀ کړې. د مذهب نه پس پښتانۀ په خپلو ښځو پت او پختو کوي. دا تحريک ناکامه او د فرنګي راتلل د پښتنو او بونير خاوري ته يقيني شو.

ملک احمد خان د سوات نه سلطان اويس اوشړلو. بونير کښې سلطان وس هم د سلطان اويس دارالخلافه وه چې د ژمي په موسم کښې به دلته پاتې کېدۀ نو دلته هم لکه د زړو سواتيانو زاړۀ بونېروال د بونير نه لاړل. بونير دلته د اوسيدو د پاره د يوسف زو ، مندڼو، مياګانو ، قريشو، خټکو کاکا خېلو مياګانو، اخون خيلو ساداتو مرکبه ده . هر چا دلته تخم کرلې او راليګلے دے، قريش هم د غزنوي سره راغلي وو او دلته ئې د مذهب خورول او د محمود غزنوي مرسته د دوي ذمه واري وه.
بونير تاريخ کښې ځان له د جنګونو مرکز پاتې شوي دے، دلته داخلي ړومبے جنګ، باکو خان د اخون سالا ک په ملګرتيا کښې د ډوما په ضد کړے دے .ډوما ئې د بونير چغرزو نه شړلي ورک کړے دے او باکو خان بابا بونير کښې لنډۍ باچائي کړے ده . بونير کښې بل جنګ د فرنګيانو په سرکاوۍ او خدوخيلو حمله وه چي دواړه ناکامې شوې او درئيم جنګ ئې په ملکا کړے ووچې د بعضو بونير يانو مشرانو په مالي مدد او د مرستې په توګه څوکو ټې سيزلې شوي او لوئے جنګ په امبيله ير غل شوې دے.

په سوات او بونير کښې څه مستحکم حکومت نۀ وو .ډله بازي وه او د هر ډلې مشر به ددې خاص علاقې سردار وو وختونو او ضرورتونو د يو بادشاه يا د مشر امکان پيداکړو، نو د سوات ړومبي بادشاه سيد اکبرشاه باچا د ملکا مقرر شو او ددۀ نه پس په ورثه کښې دا بادشاهي سيد عبدالجبار شاه ته حواله شوه.
پښتنو کښې دا خبره شته چې دښمن د ځان دپاره په دوي کښې ډلې پيران او عالمان پيدا کړي چې دوي له لاره جوړه کړي. نن هم د پيربابا او اخون درويزۀ بابا بونير کښې موجودګي او د روښانيانو مخالفت ته ډير خلق په ښه نظر نۀ ګوري او بونير کښې د دوي د مذهبي رول نه علاوه د سياسي رول نه انکار هم نشي کيدے . نو د مياګل عبدالودود د بادشاه جوړولو او سيدعبدالجبار شاه باچا لرې کولو کښې د مقامي خلقو د اثر جرګې او سازش لويه برخه د فرنګي هم وه ځکه چې دلته د دير، باجوړ او مهمندو په لاره د افغانستان د حکومت زړي دعوې او ځنو جنګونو سره مالي اور سياسي مرستي هم وي د تورنګزو حاجي صېب مهمندو کښې پروت سوات او بونير ته خپل استاذي د مولانافضل محمود مخفي صېب، سرتور ملنګ او د نورو په واسطه د فرنګي خلاف خفيه مبارزې او تبليغات هم د فرنګي په نظر کښې وو . دا لاره او دا کومک فرنګي د باچا صېب په ذريعه نۀ شو بندلولے . او پدې کښې فيرنګي کامياب هم شو . د سوات باچا ، فيرنګيانو په سوات کښې خپل پوليټېکل اېجنټ ګڼلو.
بونير کښې پنځم جنګ د کړاکړ د لارې د سوات باچا د سالارزونه آغاز کړو. د سوات د بادشاه جنډې پورته شوې او چا چې د سوات د بادشاه د مخالفت کولو هغوي هم جنډې پورته کړې. د باچا صېب فوځونه راغلۀ د بونير ملګرو او ټلګرو ئې مرسته اوکړه مخالفه ډله د بونير نه وشړلې شوه او په ډګر د باچا صېب قلعه جوړه او په چغرزو حمله وشوه . د بونير نمر ښاته جنوب طرف ته د امب او تېنول نوابان پراتۀ وو. د هغو بونير کښې خپله ډله او د سوات د ملکا د باچا يانو مرسته او سيد عبدالجبار شاه د هغوي سره ديره وو. ښه پاخه پاخه ملګري لرل او د سورا جنګ د امب او د تينول د نوابانو سره جنګ وو چې هغې کښې د سوات د باچا خپل او د بونير ملګري څلور سوه کسان مړه او دوي ټولګي ټوپکې د تينولو نواب اغستې وې. نن هم چمله بونيرکښې د تينولو ډيرۍ په نوم کلي آباد دے.

د سوات بادشاه حضرت علي د مشر وزير په توګه د ……….. سره صلح کولو د پاره راوليږو.او دا جرګه په ناوګۍ کښې د پير جمال باچا په کورنۍ کښې وشوه .باچا صېب‌ درې شرطونه ومنل او دۀ سره صلح وشوه او هغۀ د سورا جنګ درې سوه اخستي شوې ټوپکې مشر وزير حضرت علي‌ ته حواله کړې. د مياګل عبدالودود بادشاهۍ په بونير قائمه شوه . وروستو ميان ګل جهان زيب د سوات والي او وزيران د موزيرانو په نوم د سوات نه وشړلې شو او نن هم د هغوي کلے د وزير آباد په نوم قائم دے.
په ۱۹۶۹ کښې د سوات ادغام پاکستان کښې وشو. د پاکستان حکومت ۱۹۹۱ کښې بونير ضلع اعلان کړه او بونېر، بونېر شۀ.

دلته د والي سوات د حکومت په ضد يو خفيه سياسي تحريک چليدلو په دې کښې د جماعت اسلامي زياته برخه وه . ددې په باني کسانو کښې عبدالخالق خان، حاجي فضل رازق ، ډاکټر نوشيرروان، ډاکټر حافظ محمد، رحمت نور حاجي صېب. محيب شاه او سياسي خلقو کښې مختار باچا، شاکر بونيري، سرن زېب باچا د اېلونۍ کامران خان، چاچا کريم بخش، عبدالله قريشي، فتح محمد خان، ميا ګل سعيداو افضل خان لالا د اجمل خټک په مشرۍ کښې لوئي کردار ادا کړے. نو د پاکستان د راتلو نه پس دلته سياست ښکاره شو.
مارشلائي قوتونه د سياست او جمهوريت دښمنان دي، خو دلته سياسي حکومت کم او د جرګو او فوځي حکومت زيات چليدلےدے. د پېښور هائي کورټ د سوات او بونير نه د جرګو قانون ختم کړو او د ملکي قوانينو د نفاذ فيصله وکړه . دغه فيصله د خانانو او فوځيانو په ضد او ددې په مخالفت کښې د ا خبره ددوي ايجنډا وه. چې ۲۰۰۷/-۲۰۰۸ کښې د سوات په خاوره د شريعت د نفاذ اواز پورته شو. د ا اواز سره د ټوپکه بونير ته راغے، او بونير د طالبانو په قبضه کښې راغلو. دا د بونير تاريخي داخلي او خونړے جنګ دے . دې جنګ د بونير خلق بې کاره ، بې کوره او کډوال کړۀ او هم دې جنګ د بونير محمد آمين، جميل خان، شمشير خان، فاتح خان ، انور خان، حبيب خان، محمد خان، محمد افضل خان او سرفراز خان او ګڼ شمير نور شهيدان اؤ ټپيان کړۀ. د مذاکراتو او حالاتو په وجه د پاکستان فوځ په طالبانو فوځي يرغل اوکړو. طالبان غرونو ته لاړل او نن هم دهغوي دلاسه قتلونه بونير کښې روان دي.

بونېر کښې نن هم د هغوي د وهلو په نوم فوځيان په ريسټ هاؤس پراجيکټونو او بنګلو کښې ناست دي او د ځان د ساتلو د پاره ئې وړې وړې ټارچر خانې جوړ کړې دي او په پاټکونو ولاړ فوځيان د مقامي خلقو ته وائي چې ته څوک ئې ؟ چرته نه رغلي ؟؟ او چر ته روان ئي ؟؟؟ مايوسي او بد امني خوره ده او پته نۀ لګي چې په بونير په بل يرغل څوک او کومې کوي!!!!
دا د بونيرد تاريخ نه د ماضي حال او مستقبل څو اشارې وې چې د تحقيق د پاره ما ستاسو مخې ته کېښودے………………..
شمس بونيري اېډوکېټ
۹ مارچ ۲۰۱۸


Related Articles

د پاچا سپي

د وخت پاچا لس سپي داسې تربيه كړي وو چې كله به كوم وزير غداري يا پاچا ته غلطه مشوره

ایا سوشل میډیا سیاسي کلتور بدلولای شي؟

دا وخت د ډیورنډ کرښې دواړه خواو ته د ځوان کهول لویه برخه د خپلو سیاسي ، ولسي ، تعلیمي

په هيواد خوره د يؤ لوي خونړي جنګ خطره ، ليک: عظمت تنها چغرزي

ليک: عظمت تنها چغرزي نن وخت کښې د هيواد يؤ وګړے هم په د کوره وتو په وخت دا خبره