فريادی د بونېر يؤ ښۀ غزل ګو شاعر ، موسٰي ګل ګل بونير

فريادی د بونېر يؤ ښۀ غزل ګو شاعر ، موسٰي ګل ګل بونير

لیک : موسٰي ګل ګل بونير

تاريخ ګواه دے چې هغه قامونه د پرمختګ لارې خپلولے شی څوک چې د خپلې ژبې اؤ مذهب نه غافل پاتې نۀ شی. مذهب انسان ته په روحانی لحاظ سره وده ورکوی او ژبه ورته په مادی او تکنيکی لحاظ سره د پرمختګ لاری پرانزی .
د انسان د خلې نه په ترتيب سره وتونکی هغه غږونه چې هغه پرې د مافی الضمير څرګندونه کوی، ژبه بوليږی . ژبه د چرند،پرند،درند او ځناورو سره هم وی، هغوی هم د خپل مافی الضمير څرګندونه په شعوری لحاظ سره کوی، ولی عقلی لحاظ سره هغوی هغه ترتيب او ښکلا نۀ شی قائمولے کوم چې انسان ته الله پاک ورکړی ده ـ اوس کۀ يو انسان بې ترتيبه خبری کوي نو هغۀ ته انسان نۀ، بلکی ځناور وئيلے شی ـ
دغه شرافت الله صرف انسان ته ورکړے دے. بيا انسانانو کښی اعلٰی و ارفع مخلوق نبيان وو چې د خپل قام بهترين تربيت به يی په يؤ عجيب ښکلي،خېرخوانه او ناصحانه انداز کولو. هغوی ته به يې د ژوند تېرولو ترتيب او اداب ښودل . څوک چې په روحانی او الهامی ورکړو کامل وو ـ هغوی شاعران نۀ وو خو اديبان يعنی ادب ښودنکی ضرور وو ـ

اصل کښی ادب انسان ته د انسانيت لار ښودنې ته وائی .د ادب معنی ده د چا د لحاظ خيال ساتل ښائسته والے، د ژبی علمی او قلمی پنګه ـ کله چې يو ليکوال خپل جذبات راولړزوی او قلم ته يې وسپاری او بيا قاری هغه ، هغه شان محسوس کړی نودا ادب شۀ ـ
په ادبي لحاظ د شعر و شاعرۍ مېدان کښې زمونږ بونېرد چا نه کم نۀ دے. دچاپ کتابونو خو شمار نشته څۀ موده وړاندې د شمس بونيری او طاهر بونيري انقلابی اؤ رندانه شاعری، د عبدالکريم دلسوز، سلطان زېب ارماني، مبارث همدرد، قمرالله خان قمر،انګارسوراوال، سروربونيري،فوجون ماما روماني شاعري،د انوربېګ باغيانه او طنزيه شاعري، د صاحب زر باچاسنجيده او حقيقي شاعري، د مولانا غلام محمد جمعدار صېب التجائي او مناجاتي شاعري، د محمد عزيز سائر صېب سوزناکه او درد ناکه شاعري، د حاجي سمش الرحمان شمس صېب او راقم الحروف اصلاحي، اسلامي، حقيقي اواخلاقي شاعري، د مارکيټ ښائست جوړ شوے دے.
هر قلم کار چې قلم را اخلی نو دليک نه مخکښې څو څو کرته دا سوچ او فکر کوی چې ماله څۀ ليکل پکار دی ؟ دابه ماله او لوستونکو له څومره فائده مند وی ؟ دا يؤ شاعر او اديب د پاره بنيادی خبره ده ـ خو دا خبره اکثر نثری ادب کښی وی شعر و شاعرۍ کښې اکثر شاعر د” آمد” نه مجبوره وي . ناڅاپه يؤ خيال راشی،څه محسوس کړی ، د يو څيز نه متاثره شی او زر يې د قلم څوکی ته وسپاری، کۀ مطلع يې په وخت محفوظه نۀ کړۀ نو بيا خبره ورانه شی ـ د اکثر شاعرانو وړومبے شعر د آمد په وجه ليکلے شوے وی چې بيا ورپسې شعرونو کښې خپل کوشش او هڅه يعنی “آورد” استعماليږی چې اکثر پکښې شاعر د قافيې او رديف غلام جوړ شی او يا د بې ځايه مبالغې ښکار شي.

د شعروشاعرۍ په مد کښې زمونږ خوږ ملګرے ښاغلے عبدالله فريادی صېب يو ځانګړې تخيلاتی دنيا لری ـ ښاغلے يؤ خاکساره خندرويه خوئ لری اعلیٰ تعليميافته ځلمے دے ــ په شعر و شاعرۍ کښې اګرچې ځان ته کامله پوهه نۀ وائي ولې ځان د پښتو ادب يو طالب علم ضرور ګڼی ـ څوک چې هم د ښا غلی دا کتاب لولی نو ارو مرو به په دې نتيجه رسی چې ښاغلے د خپل محبوب په غم کښې لا تراوسه د انتظار په سکڼی ماښام کښې د ننګ او پت پړی پرېکولو ته په هيڅ قيمت تيار نۀ دے. ښاغلے اګر چې زما همزولے دے ولې په شاعرۍ کښې رانه ډېر مشر دے، ځکه چې ښاغلی ددې نه مخکښې نور کتابونه په هغه وخت کښې چاپ کړی دی چې مونږ لا د شاعرۍ په شود بود نۀ پوهېدو. په سن ۱۹۹۴ کښی زۀ شب جمعې له تورورسک ته تلے ووم چې په مکته لقمان کښې مې د ښاغلی کتاب ” د ژوند احساس” له نظره تېر شۀ نوم يی دومره اثرناک وۀ چې زر مې تر لاسه کړۀ ، هم د هغه وخت نه مې د ښاغلی سره مينه په زړۀ کښې راولړزېده ـ بيا کله چې په کال ۲۰۰۷ کښې زمونږ سره په عدليه کښې په سرکاری څوکۍ شۀ نو زمونږ د ادبی تړون سره سره منصبی تړون هم مضبوط شۀ. د ښاغلی باره کښې به نور څۀ وائم خو دومره به ضروراووايم چې يؤ خاکساره،ملنساره، تابعداره، پت پالونکے ، زړۀ سواندے انسان اؤ يو ښۀ غزل ګو شاعر دے ـــ په کلام کښې يې رومانوي رنګونه جوت دي ولې بعضي شعرونو کښې ملي غورځنګونه هم ځائے په ځائے په نظر راځي او کله کله خومحبوب حقيقي سره هم په راز و نياز کښې اخته شي… د قدرت د نظارو او د فطرت د ښکلاګانو تذکره کوي. بايد چې زمونږ دا خوږ ملګرے زيات تر حقيقي يون شروع کړي … زما دعا ده چې د دوي دا کتاب دې د هر درد مند زړۀ اؤ بېلتون ځپلي ځيګر ټکور و ګرځــی ــ………………………اٰمين ….والسلام


Related Articles

شهادت دې خدای پيشګي قبول کړه . آیاز یوسفزیی

لیک: آیاز یوسفزیی د تېرې ورځې راسې یو ځل بیا پښتنو فیس بوک پۀ سر راغیستی دی. څوک لګيا دي

شکسپیر د ښځو په اړه وایی

شکسپیر د ښځو په اړه وایی ٭ د ښځې په ذهن کې دوه فکرونه وي: هغه دا چې ښځه هر

ریښتنیني خلک دغه نهه (۹) ځانګړنې لري

ژباړن: حضرت عثمان نوري صداقت او ریښتینولي د غوره شخصیت جوړونې لپاره یوه اړینه فرموله ده؛ ځکه ستاسې شته شخصیت