د شګو مزل ( تبصره ) موسٰي ګل ګل بونېر

د   شګو مزل (  تبصره  )  موسٰي ګل ګل بونېر

تبصرہ : موسٰي ګل ګل بونېر

په افسانوي ادب کښې د مېرمن زېتون بانو نوم يؤ ځلانده اؤ لوړ مقام لري. د افسانې په تاريخ کۀ څوک هم قلم پورته کوي نو ارو مرو به د هغۀ مخې ته د مېرمن زېتون بانو نوم په نظر راځي. په مېر منو کښې د ټولو نه زياتې افسانې هم دوي ليکلي دي. بلکې کۀ زۀ دا ووايئم چې دوي خپل ځان افسانې ته وربخښلے دے نو بده به نۀ وي اګرچې مېر من يؤه ژور فکره شاعره هم ده اؤ د پښتون قام سره بې کچه مينه لري ولې د هغوي قلم زيات تر د افسانې په لور زغل کوي. د افسانو کتابونه يې دادې: هنداره، مات بنګړي، ژوندي غمونه، خوبونه، زما ډائري، نازوړے.
موربي بي ډېره تجربه کاره اؤ پوهه افسانه نګاره ده څوک چې پوړۍ په پوړۍ په مزه مزه ډېر په استقلال سره خپل قلمي يون جاري ساتي. د دوي افسانې اګرچې ساده اؤ روايتي انداز لري اؤ د علامتي افسانې په کېږلېچ خپل لوستونکي فضول تنګول نۀ غواړي خو دې سره سره بلها ژور خيالونه، فني خوبۍ، زړۀ راښکون، تجسس، اصلاحي رنګونه ، د زنانؤ اؤ عام اولس نفسياتي نکتي په کښې پټي پرتي وي . افسانې يې د عام ژوند سره سمون خوري، د انګا بنګا، اکو بکو، پيريانو دېوانو قصې اؤ تش خيالي پلاوؤنه نۀ وي. په خپل قلم مضبو ط ګرفت لري اؤ د دوي دا هڅه وي چې د معاشرې اصلاح اوکړې، د هغې کنډې کړمې په ګوته کړي د هغې د پاره د اصلاح لار اوښائي او د اولس نفسياتي علاج اوکړي.

د دوي په افسانو کښې يې قام ته يؤ کوټلے اؤ ژور پېغام پروت وي.هره افسانه يې مقصديت لري اؤ د عام پښتون پرې ښۀ په اسانه رسي د دوي په افسانو کښې علامتي انداز د نشت برابر دے هم دغه وجه ده چې د دوي افسانې اولس خوښوي او دا يؤه ښۀ خبره هم ده ځکه چې علامتي افسانه باندې يؤ ښۀ ليکوال هم اکثر د رسد توان نه مومي. اؤ بس قيمتي وخت يې ضائع شي. در اصل نن صبا چې افسانې ته کوم زيان رسېدلے دے نو دا هم د علامتي افساني په ترڅ کښې دے . اؤ افسانه د يؤ څو کسانو د لوست پورې محدوده پاتې شوه. حالانکې افسانه د ادب يؤ زړۀ راښکوونکے صنف دے چې مور ورته ښۀ په ايماندارۍ سره کار وئيلے دے.
د شګو مزل د دوي دپښتو افسانو اووم کتاب دے، د شګو مزل په رښتيا سره د شګو مزل دے . داځکه چې موربي بي د کال ۱۹۵۵ نه ترکال ۲۰۱۴ خپلې ليکلې افسانې راجمعه کړي دي چې څۀ په کښې زړې هم دي. ولې دا د مور بي بي خپل انتخاب دے . د موربي بي عمر نن صبا اتياؤو ته رسد مومي، په داسې ضعيف العمرۍ کښې قلم پورته کول د کراماتو نه خالي نۀ ده. اؤ ولې به نۀ وي چې د دوي نسبت هم د پيرانو د عزتمندې کورنۍ سره دے.

د شګو مزل ددوي يؤ ضحيم کتاب دے چې ۷۰۲ صفحې لري. دوه اتيا خوندورې افسانې دي . بيعه يې ۵۰۰ کالدارې دي. زمونږ د پاره د شګو مزل د يؤې ادبي پنګې حيثيت لري دا د مور بي بي پښتون قام ته يؤه ډالۍ او سوغات دے. درېغه چې پښتون اولس د مور بي بي د قلم اؤ فکر قدر وکړي. ځکه چې نوي کهول ته د دوي ناياب او ناوياته افسانې په مارکيټ کښې نۀ شي تر لاسه کېدے خو کۀ د چا لاس ته د شګو مزل ورسېدۀ نو دا به د هغۀخپله ښۀ نصيبي وي….


Related Articles

سوفي نړۍ ناول پښتو شو

د سوفي نړۍ ناول یو له هغه کتابونو دی، چې د نړۍ په کچه یې لوستونکي ډېر دي او په

مشالونه، د سوله ایزې مبارزې لارویان

;مشالونه؛ د خدايي خدمتګار تحریک د نومیاتیو مبارزینو د ژوند او کار په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري

د کار او پرمختګ په اړه د ۱۰۰ کتابونو خبرې، په ۱۳ جملو کې

د کار او پرمختګ په اړه د ۱۰۰ کتابونو خبرې، په ۱۳ جملو کې لیکوال: لیوون هو، د لایف هیک