د محبوب ګل ياسر د عمرې سعادت . موسٰي ګل ګل اعوان

د محبوب ګل ياسر د عمرې سعادت .  موسٰي ګل ګل اعوان

ليک ؛ موسٰي ګل ګل اعوان

په غېر افسانوي ادب کښې سفرنامه يؤ ځانګړے حيثيت لري. خو کۀ سفرنامه يؤ افسانه نګار وليکي نو دهغې مزه بله وي. د سفر نامې د لوستو نه کۀ يؤ طرفته قاري د يؤ ملک د خدوخال نه خبر شي، کوټلي معلومات ترلاسه کړي، د يؤې علاقې يا ملک د تارېخ، ثقافت او رواياتو نه خبرشي نو بل خوا ورته د لوستو نه وروستو يؤ داسې خوند په خلۀ شي چې د هغۀ زړۀ اؤ مازغۀ د هغې ملک او علاقې د سېل د پاره راپارشي.

محبوب ګل ياسر چې ادبي دنيا کښې يؤ لؤړ مقام لري . د روان قلم څښتن دے ” د عمرې سعادت” نه وړانډي يې بلها کتابونه ليکلي دي. شاعر، افسانه نګار او صحافي دے او اوس خو سفر نامه نګار هم شۀ. ماچې د هغوي دا سفرنامه وکتله نو ډېره مزه يې راکړه. يؤ خو دا سفر هغۀ د خپلې کور ودانې سره برغ کړے دے اؤ بله دا چې دا د هغوي د عمرې مبارک سفر دے چې قدم په قدم ځاے ځاے په کښې دومره تلوسه پرته ده چې يؤ قاري يې لوستل شروع کړي نو دومره په کښې بوخت شي چې بيا بله مشغله ورله مزه نۀ ورکوي. هم دا پېښۀ ماسره وشوه چې کله مې د هغوي په کتاب د ساجد محمد شائق ، محمد اشرف غمګين، فضل حيات حيات، بېدار اتمان خيل، سليم منور ، مجاهد اکبر حېران ، محمد زمان غمګين، ډاکټر محمد اشرف، خليق رباني او قيوم خان ليکونه ولوستل اؤ مخ په روانډې روان شوم نو صرف د نمانځۀ وقفه به مې کوله خپله ډوډۍ رانه هم هېره وه البته کورودانې به مې د چائيو خيال ساتلو. ما داسې محسوس کړۀ چې زۀ د ښاغلي نسيم حجازي جهادي ناول ګورم يا د کرشن چندر تاريخي افسانې…. اؤ زۀ هم دې مبارک سفرکښې د ياسرصېب دوي همسفر يم… حېران يم چې ياسر صېب په دې ليکلو کښې کومه جادوګري کړې ده. يا دا د هغۀ د مبارک سفر اثرات وو. په هر حال د هغوي دا سفرمانه په هر لحاظ په زړۀ پوري، معياري او معلوماتي سفر نامه ده. دوي دا دومره په اخلاص اؤ روانۍ ليکلې ده چې کۀ يؤطرفته د سعودي عرب په واکمنو کوټلے تنقيد دے نو بل اړخ ته زمونږ واکمن هم د هغۀ د قلم نه بچ نۀ دي پاتې شوي چې د عمرې د خرچې د زيات والي باره کښې دي يا د نيمګړي انتظاماتو باره کښې. زۀ په دې ډېر خفه شوم چې سعويانو زمونږ د پېغمبرعليه سلام او صحابه کرامو آثار ډېر په بې دردۍ سره د خپل اصلي برکتي شکل نه په يؤ نوي مصنوعي شکل کښې بدل کړي دي. کوم کښې چې هاغه برکت ، هاغه زړۀ راښکون، خوند او رنګ پاتې نۀ دے. بايد سعوديانو هغه پخواني آثار په خپل زوړ شکل کښې محفوظ ساتلے وے اؤ دغه بېش بها پنګه يې نۀ وے چېړلے. د پښتو متل دے: چې سترګې نۀ وي په سترغلو ديدن نۀ کېږې.
په هر حال محبوب ګل صېب چې دې لړ کښې کومي د تنقيد کرښې راښکلې دي ، په ځاے دي. هم ددوي په شان عقيدت مندو سره زۀ هم اتفاق کووم.

دې سفرنامه کښې بله موهمه خبره داده چې دې کښې يؤ عجيبه تسلسل او روانۍ سره يؤ افسانوي رنګ دے لکه کله چې هغۀ د خپل ځوي ذيشان تذکره کوي دهغه د جدائۍ منطر کشي کوي يا د هغه وخت، کله چې هغه او د هغۀ کورودانې د خپلو هنډې والانو نه جدا کېږي … نو تقيناً چې زما غوند د يو کمزوري زړۀ څښتن د پاره بله لاره نۀ وي چې د زړۀ د دړ سره د سترګو نه د اوښکو فوارې روانې نۀ شي.

هر مسلمان له ددې سفر نامې تکل په مذهبي عقيدت سره لوستل ضروري دي چې يؤ خو ورته د سعودي د حکومت پته ولګي بل ورته د سفر د ستونزو نه لږ سبق ترلاسه شي او په تيره تېره چې کله حج يا عمرې له ځي نو د مخکښې نه به ورسره کوټلي معلومات خوندي وي.
آخر کښې به زۀ دا ووائم چې رب کريم دې د ګران ملګري ياسرصېب اؤ د هغۀ کورودانې له دا مبارک سفرد خېر اؤ ګټې ذرېعه وګرځوي. بايد چې ددې سفر نامې په نورو ژبو کښې ژباړنه وشي چې د پښتنو سره سره ترې نور مسلمانان هم فائده اوچته کړي…………….


Related Articles

شعر کار د عقل نۀ دی، پہ کتاب تبصرہ ، آیاز یوسفزیی

د آب و ګِل پهٔ دې نړۍ کې د ژوند د تېرولو لپاره هر انسان خوراک څښاک، کور اُوراو نورو

د کار او پرمختګ په اړه د ۱۰۰ کتابونو خبرې، په ۱۳ جملو کې

د کار او پرمختګ په اړه د ۱۰۰ کتابونو خبرې، په ۱۳ جملو کې لیکوال: لیوون هو، د لایف هیک

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل ليک:- موسٰي ګل ګل بونېر جنګ آزادۍ ۱۸۵۷ کښې د جنرل بخت خان