جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل
ليک:- موسٰي ګل ګل بونېر

جنګ آزادۍ ۱۸۵۷ کښې د جنرل بخت خان کردار د يادولو وړ دے. د سيکهانو نه پس په برصغير د فرنګيانو قبضه راغله ، اګرچې هغوي ډېر په هنر مندۍ د ايسټ انډيا کمپنۍ په شکل کښې د هندوستان په ګوټ ګوټ پخې خښې کړېوې اؤ د وتلو اراده يې نۀ لرله ولې د مسلمانانومجاهدينو وينو رنګ راؤړلو. اؤ فرنګيان آخر په تېخته تلو ته مجبوره شول.
جنرل په کال ۱۷۹۷ کښې د هندوستان سلطان پور بجنورښهر کښې پيدا شو. ددوي تعلق د پښتنو د قبېلې عمرخېلو د روحيله خاندار سره وۀ. چې د يوسف زو يوه کړۍ ده. دوي په ايسټ انډيا کمپنۍ کښې د يؤ صوبيدار په حېث څوکۍ لرله. ولې کله چې د آزادۍ د جنګ لمبې اوچتې شوې نو جنرل دهلي ته راغلو اؤ د فرنګيانو نوکري يې پرېښوده اؤ سره د څلور زرو مجاهدينو د بهادرشاه ظفر دربار ته راغلو. شاه ظفر ته د مخکښې نه د دوي د صلاحيتونو، قابليت او ايماندارۍ پته لګېدلې وه. نن صبا د ايس انډيا کمپنۍ تسلط په ټول هندوستان خور وۀ. بهادرشاه ظفر دمغلوآخيري بې بس بادشاه وۀ . د چانه چې فرنګيانو پر زور ظلم هر څۀ تروړلي وو. بهادر شاه ظفر په خپله د دوي تود هرکلے وکړۀ. دۀ له يې سرکار توره هم ورکړه . د خپل فوځ سالار يې وګر ځوۀ. جنرل د بادشاه د تورې اخستلو نه انکار وکړۀ چې ستاسو کمزورے حالت ماته معلوم دے . ماله صرف خپله ملېټري/سپاهيان راکړه ماته د فرنګيانو نفسيات پوره پوره معلوم دي . زۀ د هغوي سره څلويښت کاله پاتې يم. دۀ د فرنګيانو سره داسې داسې جنګې پېنترې شروع کړې چې فرنګيان يې حق حېران کړۀ. يوه ورځ يې په حمله کښې خپل فوځ ته دا نګريزي فوځ وردي واغوندوله او لويه فتح يې حاصله کړه.

ناسودي اوله ګناه ده . کومه چې هر قوم کښې پرته وي.کله چې د جنرل د بهادرۍ خبرې ځائے په ځائے شروع شوې نو د مغلو شهزادګانو دۀ باندې ناسوي شروع کړه. د بهادر شاه ظفر په وخت کښې شهزادګانو قومي خزانه په خپله مرضۍ لوټله.ليکن اوس حالات بدل وو. بل خوا په مغليه فوځ کښې هندوان او سيکهان واکمن موجود وو. هغوي هم د جنرل نه ويره لرله. جنرل يؤه ورځ بادشاه ته ووې چې فوځ ته رسد اؤ تنخواه نۀ مېلاويږي، ستاسو شهزادګان قومي خزانه ټوله ځان له بې دريغه استعمالوي.
واقعي چې انسان ته د خپلو کړو سزا مېلاوېږي ددې جنګي حالاتو باوجود د شهزادګانو خرمستۍ نۀ ختمېدې. هغوي دومره په نياز لوئے شوي وو چې اوس ورته د خپل پلار د بوډاوالي اؤ د حکومت د زوال احساس هم نۀ لېدو.
هرکله چې شهزادګان په رضاصلاح نۀ کېدۀ نو جنرل په زور د شهزادګانو په ذاتي کهاتوکښې مداخلت د وخت موهمه غوښتنه وګڼله اؤ دغه شان يې د هغوي نه مال وټرړلو اؤ مجاهدينو له يې تنخواګانې ورکړې.
يؤ طرفته خلقو د جنرل د بهادرۍ قصې کولې ولې بل طرفته شهزادګانو او په فوځ کښې هندوانو او سيکهانو کمانډرانو په جنرل پشي شا نيوکې شروع کړې . د جنرل خلاف پټ سازشونه شروع شول. دوي د بادشاه شاه ظفر غوږونه د جنرل د غېبتونو سره اشنا کړۀ اؤ دا خبره يې مشهوره کړه چې جنرل د ايسټ انډيا کمپنۍ د فوځ يؤ جاسوس دے چې اوس په شهزادګانو زمکه تنګوي اؤ د هغوي په مراعاتو کښې دخل اندازي کوي.

جنرل، بادشاه ته د خپل اخلاص اؤ ايماندارۍ سپيناوے وکړو ليکن په هر حال ډېرې خلې او ډېري خبرې شروع وې . دوي په جنرل پسې پروپېګنډه شروع کړه چې زمونږه ماتې د جنرل د وجې نه وشوه . جنرل ووې چې زۀ د فرنګيانو جاسوس نۀ يم. ما خو هغوي ته خپله نوکري پرېښوه ما هغوي سره نوکري دې د پاره کوله چې د فرنګيانونه جنګي هنر، عقل مندي اؤ مخکښې کتنه ازده کړم کۀ زما د خپل وطن هندوستان سره مينه نۀ وے نو ولې به زۀ د ايسټ انډيا يؤ مضبوط فوځ په ضد مقابلې ته راوتلم او د يؤ کمزوري مغل بادشاه چې خپلو ځامنو اؤ خپلو خپلوانو د خپلو عياشو له کبله د خدائے لوئے قهر ته مخ کړے دے ، سره به مې ولې د مرستې اعلان کوۀ.
د فرنګيانو دباؤ هم ډېرزيات وۀ . بهر کېف بهادر شاه ظفر د خپلو ځامنو، خپلو خپلوانو اؤ هندوانو سيکهانو کمانډرانو په خبرو کښې راغلو اؤ جنرل يې معزول کړو. د فرنګي د فوځ سر لښکر ولسن بادشاه قابو کړو . په دې موقع فرنګي جنرل چېمبر هډسن د همايون د مقبرې سره وسله په لاس ولاړ وۀ. چې هسې نۀ جنرل بخت خان حمله وکړي ځکه چې فرنګيانو د جنرل بخت خان نه ډېر ويره ترهه لرله.

په ۱۴ ستمبر ۱۸۵۷ فرنګيانو کشميري دروازه قبضه کړه . بهادر شاه ظفر سلامي شۀ او د جهانګير په مقبره کښې پټ شۀ. هغۀ د فرنګيانو نه د خپل ځان، د شهزادګانو اؤ خپلو خپلوانود سر امن وغوښتلو او حکومت يې په رضا صلاح فرنګيانو ته حواله کړو . اګر چې جنرل بخت خان بادشاه ته بيا بيا يقين دهاني ورکوله چې ويره ترهه مۀ کوه . حکومت مۀ پرېږده. ولې مغل بهادر شاه ظفر د قوم نۀ بلکې د خپل ځان په فکر درست هندوستان، فرنګيانو ته حواله کړو. کله چې فرنګيانو د شاه ظفر نه لاس ليک واخستلو. نو لږ وخت تېر نۀ وۀ چې ټول شاهي خاندان يې د بادشاه په مخکښې په توپونو کښې والوزول.بهادر شاه ظفر به ليدل چې يؤ يؤ بچے به يې د توپ په خلۀ کښې و الوتۀ اؤ د هغوي د مړ وجود آخيري ديدار ورته هم نصيب نۀ شۀ. بادشاه يې روم کښې د رنګون په زندان کښې ترمرګه مرګه زنزولے وساتۀ.

کله چې بادشاه حوصله بائلله اؤ ځان يې فرنګيانو ته حواله کړو نو جنرل ته نور په دې زمکه انګرېز د غلامۍ د لاندې ژوند تېرول ګران شو. هغه داسې په ډاګه ډګلۍ خپل ځان او خپل ملګري فرنګيانو ته حواله کول د خپل ايمان اؤ غيرت پر ضد وګڼل . د دوي دا بدمرغي وه چې د مغلو يؤ کمزوري بادشاه د چاچې خپل ځامن د عياشۍ په رنګ کښې رنګ وو، سره مرسته وکړه اؤ خپله اعلٰي فوځي نوکري يې د دوي دپاره د وطن په مينه قربان کړه.

جنرل خو نۀ خپل صفت خوښوو اؤ نۀ يې زړۀ کښې د څۀ قسمه لالچ وۀ . فرنګيان به د جنرل د نوم نه ويرېدل. لېکن آرمان چې جنرل په خپل مقصد کښې د عياش مغلو شهزادګانو په وجه بريالے نۀ شۀ. ليکن ددۀ دا ناکامي د زرګونو کاميابو نه غوره ده. ځکه چې دۀ دښمن ته سر تېټ نۀ کړو.
د پوهانوکهره خبره چې بعضې وخت تېښته نيم غيرت دے. هم دغه شان جنرل صېب ځان فرنګي ته حواله نۀ کړو او د سوات ګل ورېنې سيمې ته راغلو . د دوي باره کښې جواهرلال نهرو وئيل چې د ډيلي د جنګ تاج بهادر شاه ظفر وۀ. لاس پخې يې هندوان اؤ مسلمانان وو، ولې ددې جنګ د کاميابۍ مازغۀ د جنرل بخت خان وجود وۀ. کۀ بهادر شاه طفر د جنرل په مشوره عمل کړے وے نو نن به د هندوستان نقشه بدله وه ولې مغلو د فرنګيانو ته سر ښکته کړو خو بيا هم فرنګيانو دوي معاف نۀ کړۀ . وائي چې جنرل کله سوات ته راغلو نو هغوي دلته د اخوندخېلو قبېلې سره د مرستې اعلان وکړو اؤ هم دوي د جنرل د حفاظت ته ملا وتړله. سواتيانو دۀ ته د پرنس يعنې شهزاده نوم ورکړو په آخري عمر کښې بونېر ته راغلو هم دلته په يو جنګ کښې سخت زخمي شۀ اؤ د مۍ په ۱۳ نېټه کال ۱۸۵۹ کښې د جنګ آزادۍ دا لوئے اتل د بونېر نان سېر کلي په تاريخې لويه مقبره کښې د مرګ په خو ب اودۀ شۀ. د دوې قبر د زيات له پاره زۀ د ملګري شاعر نورزمان تنها انسپکټرصېب سره د بونېر تاريخ دان حيدر علي اخوند خېل صېب بوتلے ووم. وائي چې په دې قبر يؤه کتبه وه چې د تورې نخښه پرې کنده وه ولې اوس ترې چا پټه کړې ده..


Related Articles

سوفي نړۍ ناول پښتو شو

د سوفي نړۍ ناول یو له هغه کتابونو دی، چې د نړۍ په کچه یې لوستونکي ډېر دي او په

مشالونه، د سوله ایزې مبارزې لارویان

;مشالونه؛ د خدايي خدمتګار تحریک د نومیاتیو مبارزینو د ژوند او کار په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري

د محبوب ګل ياسر د عمرې سعادت . موسٰي ګل ګل اعوان

ليک ؛ موسٰي ګل ګل اعوان په غېر افسانوي ادب کښې سفرنامه يؤ ځانګړے حيثيت لري. خو کۀ سفرنامه يؤ