راځه چې دواړه په ټال ځانګو زما د ټال ځانګل يادېږي

راځه چې دواړه په ټال ځانګو زما د ټال ځانګل يادېږي

راځه چې دواړه په ټال ځانګو زما د ټال ځانګل يادېږي

تبصره ……. ….. موسٰي ګل ګل بونېری

ددې نه مخکښې چې زۀ د زېدوالله خان معصوم صېب په برني کتاب تبصره اوکړم، دا مناسب ګڼم چې د هغوي څه لنډه شان پېژنګلو هم ستا سو مخکې راولم.
ښاغلے د بونېر چغرزو سيمې بټاړې کلي يؤ سپېځلے پښتون شاعر،اديب اؤ ماهرتعليم دے.د آزدۍ نه يؤ کال اګاهو ۱۹۴۶د جنورۍ په ۲۵ نېټۀ په يخه يخنۍ کښې د ښاغلي ضابطه خان کره سترګې وغړولې.د يوسفزو کرم خېلو سره نسبت لري. د ذاتي دشمنۍ په ترڅ کښې يې خپلې علاقې نه د مردان په لوري هجرت وکړۀ. چرته چې ورته د يؤ ادب ښېرازه ملګري ښاغلي عبدالسبحان خان ملګرتيا نصيب شوه.هم دغلته په کال ۱۹۵۸کښې ښاغلي ابتدائي تعليم ترلاسه کړو. په کال ۱۹۷۳کښې ئې چې کله يې څوارلسم پاس کړو نو خان عبدالقيوم خان په وزارت داخله کښې نوکر کړو. سرکاري څوکۍ سره سره يې خپل تعليم جاري وساتلو . په پښتو، اردو، عربۍ اور اسلامياتو کښې يې د اعليٰ تعليم ډګرۍ ترلاسه کړې.

په موصوف کښې د قابليت ماده خوندي پرته وه. ډېر زر يې د DSP څوکۍ سنبال کړه خو در اصل په دوي کښې د علم د خورولو يؤه سپېځلې جذبه پر ته وه. او دې جذبې دے په قلاره پرې نۀ ښودلو ګنې نن صبا به DIGوۀ عجيبه داده چې زمونږ کلي وال خلق چې ترقي اوکړي نو د ښهر شي اؤ کلي وال ژوند ته د خدائے په امان ووائي.اؤ بيا د کلي لارو کوڅو ته هډو په شاه هم نۀ ګوري. چې ايا چرته دلته مې څه يار دوست هم وۀ، يا کلي کلوېغي هم وه.غم ښادي هم وه کنه..
معصوم صېب د اسلام آباد شين ګوشين اؤ په نوې ترقۍ ماموره ښهر ته په مخه ښۀ ووئيل، هاغه خوش باشي، هاغه افسرانه ټاټ باټ، دوړه دباؤ، نوکران چاکران د تنخوا سره سره ګڼ شمېر حلالې مردارې يې پرېښودې اوپه کال ۱۹۸۹کښې ئې خپل کلي علاقې ته واپس کوچ اوکړو.او په ګورنمنټ ډګري کالج ډګر کښې د پروفيسر په حېث يې د قام د بچو د تربيت په غرض خدمت ته ملا وتړله. د خپل پلار خدمت او د هغۀ ديدن د معصوم يؤه لويه سرما يه وه.
معصوم په کال ۱۹۷۹ کښې وادۀ اوکړه الله پاک ورله دوه ضامن سېف الله چې ‌‌BBAکولو نه پس ورته دوبۍکښې جاب ترلاسه شۀ. کشري فېض الله خان په اعلېٰ نمبر ايف ايس سي اوکړه اؤ مخ په وړاندې روان دے. ښاغلےد درې لوڼو د رحمت سيورے هم په ځان ګور لري، مشرې لور ئې ايم ايس سي کړې اؤ کشرانې خپل تعليم جاري ساتي….

ښاغلے د رېټائرمنټ نه پس هم محکمه تعليم ارام ته پرې نۀ ښودۀ او بيايې په اېډکاک سره د پښتو او اردو پروفېسر واخستۀ اؤ نهه کاله يې دا څوکۍهم نهايت په نره سنبال کړه. د بده مرغه دا ښاغلے نن صبا د پختورږو په زړۀ سړي مرض په کټ پروت دے. ددۀ د مينې کورودانې، بچي ورېرونه او د دۀ کشر ورور اميروالله خان سابقه ريډر SP،بونېر يې ښۀ په نره خدمت ته لاس په نامۀ ولاړدي.الله پاک نه دا دعا کوو چې معصوم صېب يؤ ځل بيا زمونږ د بونير ادبستان کښې د خپل خوږ مترنم اواز سره د ادبي سټېج ښائست جوړ شي…
برنے کتاب د دوي درېمه شعري ټولګه ده، زړۀ راښکونکے ټائټل، ۲۲۴ مخونه اؤ مناسبه بيعه ۱۷۰ کالدارې لري. ددې نه وړاندې يې پښتو ادب ته دوه شعري ټولګې “پېغله مينه” کال ۱۹۷۳کښې او “بيا سترګې راواړوه” کال ۲۰۰۶کښې سوغات کړي دي. ادبي اړېکي يې ډېري لري لري رسېدلي دي..ښاغلے د بونېر ادبي جرګې سرپرست اعلٰي هم پاتې دے. ددوي شاعرۍ کښې د غم جانان سره سره د غم دوران چپې هم ګام په ګام غورځنګونه وهي. بل خوا د دوي په شاعرۍ کښې د پند نصېحت او اصلاح رنګونه هم جوت په نظر راځي. خپل خاندان اؤ پښتون قام سره بې کچه مينه يې لا د قدر وړ ده، شاعري يې په هر صنف اډانه لري. نعتنونه ، حمدونه، حقيقيي کلامونه، غزلې لوبي ، چاربيته ، رباعي او نظمونو ې د کتو وړ دي…د ښاغلي بله غټه خوبي داده چې دوي له الله پاک لکه د ښاغلي رحمت شاه سائل صېب د ښکلي ، خوږ اؤ مترنم اواز يؤه عجيبه ملکه ورکړې ده. کله چې په سټېج را ځلند شي نودا وګڼه چې مشاعره پائې ته ورسېده. او ددې وجه هم داده چې دې نه پس د مشاعرې خوند پيکه پيکه شي ځکه چې دوي کلام په داسې جادوګرۍ سره وائي چې د نورو شاعرانو اوازونه مدهم شي….

راځئ چې اخر کښې ددوي د شاعرۍ څه نمونې وګورو:
روماني؛ د سپرلي باد يې لوپټه د سر خوره وره کړه + هغه مستي اؤ د بامونو قصې څله کوې
قامي؛ مخامخ چې دې عزت کړي پښتون نۀ دے+پشې شا چې دې غېبت کړي پښتون نۀ دے
پند نصيحت؛ تکبر به دې ملګرے د شېطان کړي+مختورن به دې د حشر په مېدان کړي
خودداري؛ پرې به نۀ ږدم ځان ته د بل لاس + رسي چې تر څو پورې زما لاس


Related Articles

د شګو مزل ( تبصره ) موسٰي ګل ګل بونېر

تبصرہ : موسٰي ګل ګل بونېر په افسانوي ادب کښې د مېرمن زېتون بانو نوم يؤ ځلانده اؤ لوړ مقام

مازيګرے ( تبصره ) قمروالله خان قمر

تبصره…………قمروالله خان قمرصدر بونېر مازيګر مه ګوره ما ګوره + مازيګر تل وي زۀ به کله کله يمه ليک ليک

شعر کار د عقل نۀ دی، پہ کتاب تبصرہ ، آیاز یوسفزیی

د آب و ګِل پهٔ دې نړۍ کې د ژوند د تېرولو لپاره هر انسان خوراک څښاک، کور اُوراو نورو