مازيګرے ( تبصره ) قمروالله خان قمر

مازيګرے  (  تبصره )   قمروالله خان قمر

تبصره…………قمروالله خان قمرصدر بونېر

مازيګر مه ګوره ما ګوره + مازيګر تل وي زۀ به کله کله يمه

ليک ليک وي .ليک که په نظم کښې وي او که په نثر کښې ، مختصر وي اؤ که جامع ،ګران وي اؤ که اسان قبيح وي اؤ که مليح ، خوږ وي اؤ که تريخ، دروند وي اؤکه سپک، ښۀ وي اؤ کۀ خراب ،مټاک وي اؤ کۀ نرم ، معياري وي اؤکه غير معياري خو د ليک خپل يؤ اهميت او خپل يؤ مقام وي.
د تاريخي غر ايلم په ارته لمنه کښې د تحصيل ګديذو بهائي کلي په خاؤره په دغه کاڼو بوټو کښې لوئے شوے يؤ ګل دے چې نوم يې موسٰي ګل دےاؤ د څه پېژندګلو محتاج نۀ دے .دضلعې په لوئے عدالت کښې د سيشن جج سره د سټينو ګرافر/ذاتي سکتر په ډيره عزت منده څوکۍ خپلې منصبي ذمه وارۍ پوره کوي. دې سره سره خپل دين اؤ ادب له هم وخت ورکوي. افسانې يې وخت په وخت د پښتو په معياري رسالو لکه “پښتون” پېښور، “مرکه” مردان اؤ ” اواز ملاکنډ” بټ خيله کښې خپرېږي . اؤ مونږ ترې خوندونه اخلو….

ددې برني تمهيد په رڼا کښې د ګټې اؤ بائلات، ستائنې نمود و نمائش نه بې پروا لګيا دے خپلې ادب هلې ځلې ډېر په روڼ تندي په هسکه غړۍ سر ته رسوي. خپل خواږۀ اؤ سپېځلي خيالات د مينې محبت نه ډک جذبات ، پاکيزه ، ژور اؤ سبق آموزه احساسات خپل پښتون اولس ته په دې غرض وړاندې کوي چې خلقو کښې د ليک لوست شوق اؤ رغبت پيدا شي اؤ د کلي کور هر وګړي اصلاح وشي او د قام په بچو کښې شعور پيدا شي . په چاپير چل کښې مينه عامه شي او معاشره کښې کور په کور ورورولي اؤ خوشحالي راوځېګېږي. هم دغه وجه ده چې د موسٰي ګل ګل ليک ډېر ساده، لطيف اؤ د هر قسمه مصنوعيت نه پاک دے.
ګل د خپل کلي بهائي په کلي وال چاپيرچل کښې اوسي، داسې ماحول کښې چرته چې د ماسخوتن مانځۀ نه پس له کوره وتل نۀ وي، بېټکونو کښې ناسته پاسته نۀ وي حجرو ته تلل نۀ وي. د ملګريو محفلونه نۀ وي خوګل صېب په خپله کوډله کښې د خپلو ماشومانو سره ناست وي اؤ هغوئي ته خوږې خوږې خبري او قيصي کوي علمي اؤ تبليغي تذکېرې کوي،اؤ بيا کله چې يواځې شي نو د خپلو مشاهداتو، تجرباتو ته د خپل علم او فنيّ کمالاتو په اساس د ليک جامه ورواغوندوي چې کله ترې “افسانه کۀ حقيقت”، “معصوم بچه اور تشدد”، “پېئلې ملغلري”، ” مدفن کهان نصيب”، “سپېځلي خيالونه” او يا لکه دا نننۍکتاب “مازيګرے” جوړ شي…..
مازيګرے د موسٰي ګل ګل د لنډو قِصو يوه خوندوره ټولګه ده. د سمندر په غاړه د مازيګرد وخت يؤه زړه راښکونکې ننداره د کتاب د ټائېټل نه ښکاره په ننداره ده. ولې دا هاغه مازيګرے نۀ دے چې عاشق د خپل معشوقې په انتظار د ګودر په غاړه د انتظار شمعې بلولې.بلکې د ګل صېب مازيګرے هغه کتاب دے چې انسان ته د ژوند احساس ورکوي چې ژوند کۀ هر څومره ښائسته اؤ ځوان دے خو بيا هم اخري انجام سره مخ کېږي.هر عروج لره زوال دے. چې کله د انسان اخري سلګۍ شروع شي نو د مازيګري وخت محسوسوي.

په مازيګرے کښې د کتاب ټائېټل افسانه مازيګرے ده. چې په دې کښې ګل صېب د يؤ لوئے افسر د ژوند قصه کوي چې هغۀ خپل بچي د کلي وال پښتني کلتور او ماحول نه لرې ښاريه کښې ساتي، په هغوي اوچت تعليمونه اوکړي، هغه رېټائرډ هم شي ولې بيا هم هغه لا د بل سپرلي په طمع وکالت شروع کړې، ښځه يې مړه شي،بچې يې بهر ملکونو کښې د پېسو ګټلو نه خوندونه اخلي او دا افسر د ژوند په اخري ډګر د پېسو ګټلو په حرص کښې وکالت کوي . ځان له يواځې يؤ هوټل کښې اوسي..چې د يؤ هوټل په کمره کښې ورته عزرائيل عليه سلام هرکلے ووائي.که مونږ دا افسانه په غور وګورو نو د ژوند په اخري انجام به ډېر په اسانه ورسو. دې افسانه کښې ګل صېب مونږ ته يؤ لوئے پېغام راکړے دے چې د انسان مقصد تشه پېسه ګټل نۀ دي….

بله افسانه د کتو قابله افسانه يې “مېرمن ټوډي” ده چې په دې کښې د نوې تعليم ماموره پېغله مېر من ټوډي د يؤ غريب مېوه فروش سره په کومه قلنکارۍ سره فراډ کوي، ددې افسانې ابتدائيه کۀ يؤ طرفته د تجسس نه ډکه ده نو بل طرفته د ددې انجام هم ډېر حېران کن دے لکه چې وائي:” زرګر ميرمن دوي له چائے راوغواړي ، ميرمن ترې نه يؤ ګوټ اوکړي او د کالو نمونې واخلي موټر طرفته روانه شي …….چائېو د سوړوالي د لاسه ټينګ پېروے هم وونيوۀ ولې د ټوډي مېرمن واپس رانغله….”
ددې کتاب بله سبق اموز افسانه “څ ل و ر مياشتې ” ده چې دې کښې زبېر شاه کله د الله په لاره کښې د وتلو د پاره اراده اوکړي او کور ته راشي نو ښځه او مور يې تندي ګونجي کړي چې ته تبليغ کښې اوځې نو مونږ چاته پرېږدې، خو بيا کله چې زبېر شاه دوبۍ ته د دوۀ کالو په وېزې د تلو خبره کوي نو مور اؤ ښځه يې په روڼ تندي هرکلے کوي . دې کښې ګل صېب د دين او دنيا موازنه څه عجيبه خوندور اؤ طنزيه انداز کښې کوي….
مور يوه لويه هستي ده ددې ازار او ښېرې اخستل څومره ناکاره انجام لري راځئ چې مازيګري کښې د ګل صېب افسانه ” د مور ښېرې ” ولولو…..

ددې کتاب اخري افسانه “وطر” يعنې غرض دے. دې کښې ګل صېب پښتون اولس ته د بې پردګۍ انجام په ګوته کړے دے چې ښځې کله په بې پردګۍ سره لکه وينځې د کور نه بهر د پردي ناريناؤ سره اوګه په اوګه کار کوي نو د دغې انجام به څۀ وي لکه چې وائي : ” صبا د ريما مړ وجود پورې کنډاؤ کښې پوليسو بياموندو چې ګس اړخ ته په تندي د تماچې په ګولۍ لګېدلې وه او په نازک مرمرين بدن يې د زور زياتي يؤ شمېر وودي نخښې جوړې وې…..
الغرض د ګل صېب کومه افسانه چې ګورې نو د خوند اؤ خنده سره سره لوستونکے په يؤ ژور سوچ کښې اخته کړي…

په کتاب ستر ليکوالانو لکه پروفېسر همايون همدرد، پروفېسرناصر علي سيد، پروفېسر ډاکټر سلميٰ شاهين،پروفېسر ګوهر نويد، ډاکټر خورشيد اقبال خټک، سيده حسينه ګل، مېرمن زېتون بانو، طاهر افريدي، نورزمان تنها،حېدرعلي اخوندخېل، مولانا نعمت الله ليکونه کړې دي ولې په تېره تېره د کتاب په شا چې محترمې خور پروفېسربشريٰ خاتون کوم ليک کړے دے د ستائنې وړدے بلکه زۀ به دا ووائيم چې د ګل صېب دکتاب ښائست له يې لکه چې د سرو زرو اوبه ورکړي وي…په دې ښکلي اؤ معياري کتاب چاپ کولو تاسو ګل سره په ۰۳۴۶۹۸۰۸۱۰۲تماس نيولے شئ.


Related Articles

راځه چې دواړه په ټال ځانګو زما د ټال ځانګل يادېږي

راځه چې دواړه په ټال ځانګو زما د ټال ځانګل يادېږي تبصره ……. ….. موسٰي ګل ګل بونېری ددې نه

د محبوب ګل ياسر د عمرې سعادت . موسٰي ګل ګل اعوان

ليک ؛ موسٰي ګل ګل اعوان په غېر افسانوي ادب کښې سفرنامه يؤ ځانګړے حيثيت لري. خو کۀ سفرنامه يؤ

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل

جنرل بخت خان…د جنګ آزادۍ لوئے اتل ليک:- موسٰي ګل ګل بونېر جنګ آزادۍ ۱۸۵۷ کښې د جنرل بخت خان