د بونېر ادبستان کښې د موسٰي ګل ګل … مازيګرے ، ليک؛ حيدر علي اخوندخيل

د بونېر ادبستان کښې د موسٰي ګل ګل … مازيګرے ، ليک؛ حيدر علي اخوندخيل

د بونېر ادبستان کښې د موسٰي ګل ګل………….مازيګرے

ليک؛ حيدر علي اخوندخيل

د پښتومتل دے چې چرته ډب وي هلته ادب وي. پوهان وائي چې طالب علم دې سبق کښې کمزورے وي، خو بې ادبه دې نوي. وائي چې د بې ادبه نه ټول خلق امان غواړي. ادب د اخلاقو درس ورکوي اؤ سماج ته حقيقي خوشحالي بخښي. هم دا وجه ده چې قرآن کريم کښې رب کريم پېغمبر مهربان ته د اخلاقو يوۀ اعلٰي نمونه وائي.ژوند د ادب نه دے.ادب په مثل د ونې د وېخ اؤ ادبي توکي ددې څانګې دي. چې وېخ وي نو څانګې به وي. په دې وجه د ادب مقصد د انسانيت جوړښت دے. ګنې په مثال د هاغه حېوان ناطق شي چې بيا ترېنه حېوان مطلق هم امان غواړي.

زۀ کله کله سوچ کووم چې پښتو اؤ اسلام کښې خو ادب د اصلاح، اخلاقو اؤ ادميت نوم دے. خو چې د ليک لوست مېدان کښې ادب څه ته وائي. اؤ پوهان ورته په کوم نظر ګوري! آيا دا واقعي د ژوند تفسير دے؟ کۀ داسې ده نو د شرافت انسانيت خبره په کښې ولې نۀ ستائيلے کېږي؟ اؤ بې حيائي، بربنډتوب اؤ بد اخلاقي په کښې ولې نۀ شي غندلے!!! اؤ تاريخ چې د قامونو عمارت ولاړ وي، ددې ولې په ادبي مېدان کښې ځائے نشته! دا ځکه وائم چې کله ما د صوبې ادبياتوته خپل دوه تاريخي کتابونه واستول نو هغوي دا د ادب د دائرې نه بهر وګرځول.بيا کله چې موسٰي ګل ګل د خپلو افسانو وړمبۍ کتاب” افسانه که حقيقت” يؤ ازادخيال دانشور ته د تبصرې د پاره ولېږۀ نوهغۀ د ګل صېب غوندې امن پسنده ليکوال دافسانو مجموعه په دې وجه وغندله چي په هغې کښې د سماج د اصلاح اؤ اخلاقي تعليماتو خبره شوې وه . زۀ حېران شوم چې ادب صرف دهاغه شعرنوم دے چې په کوم کښې ازادخيالي اؤ د اخلاقو د دائرې نه وتې خبرې وي،د هاغه ناول اؤ افسانې نوم دے چې د اصلاح اؤ اخلاقو خبره په کښې عېب ګڼل شي!!! او په کومه افسانه کښې چې د جنسياتوخپرونه کېږي کوم شعرکښې چې د پېغلې د حيا څادرتار تار کېږي نو هغه د ادب په تول پوره ګڼلے شي.

کۀ داسې ده نو ددې مطلب خو دا شۀ چې د يؤ قلم کار وظيفه دې د خپل سماج خلق بغاوت ته تيارول، جنسيات پروموټ کول اؤ د دروغو مېدان سازول وي. اؤ دغه دې ترقي، ترقي پسندي اؤ هوښيارتوب وي. اؤ څوک چې د موسٰي ګل ګل پشان د حيققي ادب امن اؤ مينې د پېغام خبره کوي سماج ته د خپل ليک په ذريعه سبب مرض اؤ علاج مرض ښائي.نو هغه دې په کښې بيا لېونے، بې ادبه اؤ د قيانوسي فکر واله په نوم بللے کېږي. حالانکې کۀ د ګل صېب شعر دے يا کۀ نثر، د دغه نام نهاد اديبانو پوهانو په نزد د ادب د چوکاټ نه بهر، اصولو نه غورځېدلے په تول ناپوره دے. خو داسې هرګز نۀ ده. د پښتو متل دے يګ له خو شل. اؤ هر فرعون لره موسيٰ….
زما په خيال موسٰي ګل ګل هاغه باصلاحيته اؤ د پخې عقيدې ليکوال دے چې د خپل قلم په شل د دغه باغيانو اؤ مذهب دشمنانو سرونه چقوي. اؤ په خپله قلمي چاړه يې مرۍ پرېکوي. کۀ په ژور نظر وکتل شي نو دې حيققت ته رسېدل ګران نۀ دي. چې د ګل صېب قلم چرته هم د ادب د حدونو نه سر نۀ دے ويستلے، نۀ يې د عقل کل دعوٰې کړې اؤ نۀ يې له ځانه هسې قلقلاخان جوړ کړے دے. بلکې د خپل عقل اؤ حکمت نيلي تر هاغه زغلوي تو کومې چې ورته دين متين اجازت ورکوي.اؤ دغه د لوړوخلقو خاصه وي. دغه خوش قسمته اؤ بختور ګڼلے شي. د نصيبونو د برخو د پاره يؤه ورځ راروانه ده پته به ولګي چې با ادب څوک وو او بې ادبه څوک وو.

موسٰي ګل ګل په لږ وخت کښې يؤ اوږد ادبي سفر کړے دےاؤ په لږه موده کښې يې شپاړس کتابونه پښتون اولس ته ورپېرزو کړۀ. ښاغلےيؤ ښۀ افسانه نګار، شاعر اؤ اديب دے. “مازيګرے” دددوي د افسانوي ادب هاغه شاهکار دے چې په کښې د سماج هغه پېښې، حادثې اؤ کردارونه ذکر دي کوم چې زمونږ د امروزه ژوند حصه ده. دې سره په کښې د مشيني ترقيافته دور هغه بشرو نه نقاب پورته کړے شوے دے څوک چې زمونږ حقيقي ژوند، غېرت، کلتور اؤ مذهب راتروړي. ګل صېب په قصو قصو کښې اولس ته د دغه خلقو اصلي بشرې مخې ته کوي.اوس کۀ څوک دانشور او ادب پوهه د خپلې پوهې په سوب د ددوي “مازيګرے” او نور آثار د ادب په دائره کښې نۀ شماري او افسانه د اصلاح نه خالي تشه د دروغو قصه ، د حسن و عشق مکالمه اؤ دعلاماتو جادوګري ګڼي نو هغه د دوي خوښه. په داسې کولو دوي د حق پرسته اديبانو نه قلم تروړلے نشي اؤ نۀ د هغوي په اواز اؤ خيال بندېز لګولے شي. د ګل صېب غوندې ځلمي به دغسې افسانه د دروغو د خول نه راووباسي او د مسلمانۍ کليمه به ورته وائي. اوس کۀ څوک ورته ادب وائي او کۀ بې ادبي.

ګل صېب په خپله د تبليغې اؤ اصلاحي لارې پلوي دےځکه يې قلم کښې تبليغي اؤ اصلاحي رنګ جوت په نظر راځي د دينې پوهې سره سره د خپل سماج فراحه مطالعه اؤ مشاهده لري.قلم کښې يې د تحريک ماده، ليک کښې يې رواني، طبيعت کښې يې خاکساري او ژوند کښې سادګي يې د ادب اؤ شخصيت خاصه ده. نو راځئ چې د دوي فکراؤ سوچ د دوي د تحرير په آئينه کښې وګورو.
ادب اؤ بې ادبي

د پښتومتل دے چې چرته ډب وي هلته ادب وي. پوهان وائي چې طالب علم دې سبق کښې کمزورے وي، خو بې ادبه دې نوي. وائي چې د بې ادبه نه ټول خلق امان غواړي. ادب د اخلاقو درس ورکوي اؤ سماج ته حقيقي خوشحالي بخښي. هم دا وجه ده چې قرآن کريم کښې رب کريم پېغمبر مهربان ته د اخلاقو يوۀ اعلٰي نمونه وائي.ژوند د ادب نه دے.ادب په مثل د ونې د وېخ اؤ ادبي توکي يې څانګې دي. چې وېخ وي نو څانګې به هله وي. په دې وجه د ادب مقصد د انسانيت جوړښت دے. ګنې په مثال د هاغه حېوان ناطق شي چې بيا ترېنه حېوان مطلق هم امان غواړي.

چونکې زما زيات اړيکې د ليک لوست د خاوندانو سره وي نو زۀ به لږ د لوستونکيو فام دې پله راوګرځووم. زۀ کله کله سوچ کووم چې پښتو اؤ اسلام کښې خو ادب د اصلاح، اخلاقو اؤ ادميت نوم دے. خو چې د ليک لوست مېدان کښې ادب څه ته وائي. اؤ پوهان ورته په کوم نظر ګوري آيا دا واقعي د ژوند تفسير دے؟ کۀ داسې ده نو د شرافت انسانيت خبره په کښې ولې نۀ ستائيلے کېږي؟ اؤ بې حيائي، بربنډتوب اؤ بد اخلاقي په کښې ولې نۀ شي غندلے!!! اؤ تاريخ چې د قامونو عمارت ولاړ وي، ددې ولې په ادب ادبي مېدان کښې ځائے نشته. دا ځکه وائم چې کله ما د صوبې ادبياتوته خپل دوه تاريخي کتابونه واستول نو هغوي دا د ادب د دائرې نه بهر وګرځول.بيا کله چې موسٰي ګل ګل دخپلو افسانو وړمبۍ کتاب” افسانه که حقيقت” يؤ ازادخيال دانشورته د تبصرې د پاره ولېږۀ نوهغۀ په دې وجه د ګل غوندې د يؤ امن پسنداؤ مصلح ليکوال دافسانو مجموعه وغندله چي په هغې کښې د سماج د اصلاح خبره شوې وه په هغې کښې د اخلاقي تعليماتو درس موجود وۀ. زۀ حېران شوم چې ادب صرف دهاغه شعر،هاغې ناول اؤ افسانې نوم دے چې د اصلاح خبره په کښې عېب ګڼل شي!!! او په کومه افسانه کښې چې د جنسياتوخپرونه کېږي کوم شعرکښې چې د پېغلې د حيا څادرتار تار کېږي نو هغه د ادب په تول پوره ګڼلے شي. ددې خو صفامطلب دا شۀ چې د يؤ قلم کار وظيفه دې د خپل سماج خلق بغاوت ته تيارول، جنسيات پروموټ کول اؤ د دروغو مېدان سازول وي. اؤ دغه دې ترقي، ترقي پسندي اؤ هوښيارتوب وي. اؤ څوک چې د موسٰي ګل ګل پشان د حيققي ادب امن اؤ مينې د پېغام خبره کوي سماج ته د خپل ليک په ذريعه سبب مرض اؤ علاج مرض ښائي.نو هغه په کښې بيا لېونے، بې ادبه اؤ د قيانوسي فکر واله په نومونو بللے کېږي. په داسې حال کښې کۀ د دوي شعر دےاؤ کۀ نثر، د ادب د چوکاټ نه بهر، اصولو نه غورځېدلے اؤ ددغه پوهانو په نزد په تول ناپوره دے. خو داسې هرګز نۀ ده. د پښتو متل دے يګ له خو شل. اؤ هر فرعون لره موسيٰ….
زما په خيال موسٰي ګل ګل هاغه باصلاحيته اؤ د پخې عقيدې ليکوال دے چې د خپل قلم په شل د دغه باغيانو اؤ مذهب دشمنانو سرونه چقوي. اؤ په خپله قلمي چاړه يې مرۍ پرېکوي. کۀ په ژور نظر وکتل شي نو دې حيققت ته رسېدل ګران نۀ دي. چې د ګل صېب قلم چرته هم د ادب د حدونو نه سر نۀ دے ويستلے، نۀ يې د عقل کل دعوٰې کړې اؤ نۀ يې له ځانه هسې قلقلاخان جوړ کړے دے. بلکې د خپل عقل اؤ حکمت نيلي تر هاغه زغلوي تو کومې چې ورته دين متين اجازت ورکوي.اؤ دغه د لوړوخلقو خاصه وي. دغه خوش قسمته اؤ بختور ګڼلے شي. ځکه خو وائي باادب با نصيب، بې ادب بد نصيب. د نصيبونو د برخو د پاره يؤه ورځ راروانه ده پته به ولګي چې با ادب څوک وو او بې ادبه څوک وو.

موسٰي ګل ګل په لږ وخت کښې يؤ اوږد ادبي سفر کړے دےاؤ په لږه موده کښې يې شپاړس کتابونه پښتون اولس ته ورپېرزو کړۀ. ښاغلےيؤ ښۀ افسانه نګار، شاعر اؤ اديب دے. “داج” دددوي د افسانوي ادب هاغه شاهکار دے چې په کښې د سماج هغه پېښې، حادثې اؤ کردارونه ذکر دي کوم چې زمونږ د امروزه ژوند حصه ده. دې سره په کښې د مشيني ترقيافته دور هغه بشرو نه نقاب پورته کړے شوے دے څوک چې زمونږ حقيقي ژوند، غېرت، کلتور اؤ مذهب راتروړي. ګل صېب په قصو قصو کښې اولس ته د دغه خلقو اصلي بشرې مخې ته کوي.اوس کۀ څوک دانشور او ادب پوهه د خپلې پوهې په سوب د ددوي “داج” او نور آثار د ادب په دائره کښې نۀ شماري او افسانه د اصلاح نه خالي تشه د دروغو قصه ، د حسن و عشق مکالمه اؤ دعلاماتو جادوګري ګڼي نو هغه د دوي خوښه. په داسې کولو دوي د حق پرسته اديبانو نه قلم تروړلے نشي اؤ نۀ د هغوي په اواز اؤ خيال بندېز لګولے شي. د ګل صېب غوندې ځلمي به دغسې افسانه د دروغو د خول نه راووباسي او د مسلمانۍ کليمه به ورته وائي. اوس کۀ څوک ورته ادب وائي او کۀ بې ادبي.

ګل صېب په خپله د تبليغې لارې پلوي دےځکه يې قلم کښې تبليغي اؤ اصلاحي رنګ ښۀ جوت په نظر راځي د دينې پوهې سره سره د خپل سماج فراحه مطالعه اؤ مشاهده لري.قلم کښې يې د تحريک ماده، ليک کښې يې رواني، طبيعت کښې يې خاکساري او ژوند کښې سادګي يې د ادب اؤ شخصيت خاصه ده. نو راځئ چې د دوي فکراؤ سوچ د دوي د تحرير په آئينه کښې وګورو.


Related Articles

هګۍ راپيدا کړئ ، لیک ڈاکٹر آیاز یوسفزیی

هګۍ راپيدا کړئ لیک: ڈاکٹر آیاز یوسفزیی وايي چې پخوا پهٔ یوۀ کلي کې د یوۀ سړي درې زامن وو.

ژوند هغه دی، چې فکر يې کوو

بریا او ماتې زموږ د فکرونو د څرنګوالي پايلې دي. که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، ژوند مو

بدبخته او اوودهٔ قام ، لیک: آیاز یوسفزے

بدبخته او اوودهٔ قام لیک: آیاز یوسفزے هغه قامونه چې ښکاره مرام يې نهٔ وي، پهٔ خپل سود او زیان