دافسانچې سرخېل ډاکټرعلي خېل

دافسانچې سرخېل ډاکټرعلي خېل

ليک. موسٰي ګل ګل اعوان

په ادبې نړۍ کښې افسانه يؤ زړۀ پورې صنف دے ځکه چې دې کښې ډېر په لنډ وخت کښې يؤ اديب په فني توګه په خپله ټولنه کښې موجودې لوړې ژورې په خوندور انداز کښې څرګندولے شي کۀ زۀ دا ووائيم چې افسانه په کوزه کښې سمندر بندول دي نو بده به نۀ وي . بيا چې افسانه افسانچه شي نو مزه يې لا خوږه شي. هغه ځکه کۀ يؤ طرفته د افسانې خصوصيت لنډوالے راؤړي نو بل اړخ ته د ننني وخت موهم غوښتنه هم ده. ځکه چې نن صبا چاته هم وخت نشته . د هر سړي نه مېږے جوړ دے. په حرکت کښې دے. موبائل او نټونو په قهراخته کړے دے. کتاب لوستل ورته زړۀ چاؤدون ښکاري.څوک اخبار هم په مينه نۀ ګوري .پاتې شۀ د پښتو کتاب . خو بيا هم کتاب کتاب بويا….

ما چې دښاغلي ډاکټرعلي خېل صېب دا کتاب ” غنې اؤ غندلې” مسوده کتله نو دومره مزه يې راکړه چې د وخت احساس راته هم ونۀ شۀ. د هغې وجه دا ده چې ښاغلے په ادبي نړۍ کښې يؤ لوړ مقام لري. ماهر تعليم دے. په بين المللي ژبه انګريزۍ، په قامي ژبه اردواو مورنۍ ژبه پښتو کښې د ماسټر ۍ ډګرياني لري.په خوشحالياتو کښې يې پي ايچ ډي کړې ده. نن صبا ملاکنډ يونيورسټۍکښې د پښتو څانګې د مشرۍ په څوکۍناست دے . هم دا وجه ده چې دوي په دې کتاب کښې د ناشنا جادګرۍ (افسون) نه کار اخستے دے. د ژوند په هره څانګه يې مزل کړے دے. د پښتون اولس ته يې په لنډو اوسپېځلو ټکو کښي د ژوندد هر اړخ حقيقتونه په طنزيه او خوندور انداز کښې څرګند کړي دي. کۀ پښتانۀ دا کتاب ونۀ لولي نو دا به د دوي خپله بې خوندي وي. ددې لوستل نۀ صرف د ادب د شاګردانو د پاره کيميا ده بلکې زمونږ د پوهانو مشرانو او عام اولس تعليم يافته نر ښځو دپاره هم ضرور کتل پکار دي چې په يؤ فني چوکاټ دنننه د پښتون کلتور جثه ورته په ډاګه شي.

ښاغلے ددې نه وړاندې په دې مد کښې کوټلې تجربه لري .په کال ………………..کښي يې د” ګل پاڼې” نومې کتاب د کتابونو د منډۍ ښائست جوړ دے . ولې اوس دغه کتاب ناياب دے.هسې خو افسانچې ډېرو افسانه نګارو ليکلي دي ولې په مجموعي توګه په کتابي شکل کښې چې چاپه دې مد کښې ځان ځلولے کړولے دے . نو هغه ښاغلے علي خېل درياب صېب دے . په دې لحاظ سره ښاغلے د افسانچې(افسناګۍ) سرخېل دے . زما دعا ده چې ازغې اؤ غندلې د هر پښتون لاس ته ورسي چې خوند سره سره ترې پند هم واخلي…………
په مينه مينه


Related Articles

بونیر : چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځينۍ تنقيدي غونډه

چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځينۍ تنقيدي غونډه د چغرزي پښتو ادبي جرګې پنځلس ورځينۍ تنقيدي غونډه د اتوار په

د بونیر ادبی سنګر روداد ، بختورشاه بختور

د بونیر ادبی سنګر روداد لیک : بختورشاه بختور د کال دوه زرره اتلسم د مارچ د مياشتې په شپاړسمه

مونږ په دې وياړو چې پښتو مو مورنۍ ژبه ده

“مونږ په دې وياړو چې پښتو مو مورنۍ ژبه ده” عظمت تنها – چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر د چغرزي