سرور او د سرور رنګونه …. حيدر علي اخوند خېل

سرور او د سرور رنګونه ….  حيدر علي اخوند خېل

سرور او د سرور رنګونه
لیک : حيدر علي اخوند خېل

شعر په لغت کښې پېژندګلو او معلومولو ته وائي او په اصطلاح کښې مقفا او با مقصد کلام ته وئيلے شي شعر په معني د بيت نظم او با مقصده کلام دے او چې څوک شعر تخليق کوي هغه ته شاعر وئيلے شي . د شاعر کار او وظيفه د خپل چاپير چل په صحيح معنو کښې پېژندل او په ټولنيز ژوند کښې چې څه روان وي که ښه وي د هغې ستائنه کول او که بد وي په هغه ځکم اوچتول دي . شاعري د چا د وس خبره نه ده او نه د په مال و زر امارت طاقت بنګلې او خانۍ پورې تړلے ده . دا لوئے رب خصوصي پېرزونه اور ورکړه ده چې چاته ئې خوښه شي هم هغه ته ئې پيرزو کوي. خو په چا چې ئې پير زو کړي په هغه په اوږو د حق د آواز پورته کولو لويه ذمه واري هم اچوي.

د شاعر قلم کښې چې څومره زور او اثر وي دومره په نړيوال هېڅ يو طاقت کښې نه وي د شاعر کلام او نغمه تل بائيللي ميدانونو ګټي ، زړونو کښې جذبې رالړزوي او په بې ننګو کښې ننګ اچوي او دغسې انقلابونو ته لارې پرنزي. شاعر د ظلم په ماڼو او د امارت په چوکو کښې زلزلې هم راوستے شي خو که چرې د دربار او شاهانو د خوشاټري او مدحه سرائي ښکار نه شي . د شاعر آواز او قلم باندې قدغن نۀ لږي. څومره چې حالات خونړي کېږي دومره د شاعر قلم کښې زور او ژوند پيدا کېږي. او څومره چې يوه خاوره و زپلے شي دومره هغه فلسفيان ، هوهان قلم کاران، قهر دانان او شاعران راپورته کوي چومره چې شاعر د ناکړدو سره مخامخ کيږي دومره د هغه په کلام کښې زور اور جذبو کښې شور اور مستي په ترپکو کېږي.
په تيرو لسو کالو کښې د خيبر پختونخوا خاوره عماما او د سوات بونير خاوره په خصوصي توګه د ډيرو کږليچونو او سختو سره مخ شوې ده. د اوسپنو برانونه پرې وشۀ د مائينو نو اور بارودو خونړۍ سترګې ئې وليدے او هغه د وينو سيلابونه اور سرونون ډېرې وليدک چې د چا خبره چنګيزخان او مغليان ئې را وبخل.
خو ورسره يې د هغه انقلاباتواو سر لښکر و مکتيونو او قلم کارانو لښکر له لښکريان هم راوټوکول. او د يو داسې انقلاب زيرے يې راوړو چې اولس ته يې د رښتياؤ د آواز پورته کولو حوصله او د خپل ځان د ښودلو ژبه وربخله. و په ډاکه يې چغې کړي چې نور مونږ مۀ چېړئ. زمونږ په وينو نورې لوبې بس کړئ. مونږ دېوال سره جنګيدلي يو.

د لويے رب په مهربانۍ د پختونخوا خاؤرې ستر اديبا شاعران او د قلم نامتو خاوندان زېږولي دي او ښه په نره ددے اولس او خاوري د آبادئ اور ښيرازۍ سندرې وائي. دا قام قبيلې او خاوري په دغه مئينانو اور پوهانو په قافله کښې بونير روحاني حاؤره هم بې آسري نه ده که يو طرفته يې د شمس بونير ي په شان ادب او سياسي مبارزان او د قلم سختنان زيږولي دي نو بل اړخ ته د سرور بونيري پشان ګلاليان هم خپلي سينې باندې لوبوي.
سرور څوک دے؟ دا د رنګه تک تور ، د وجود ه نرے وچ کلک درميانه قد خاوند او د ژوند ي ضمير ژوندے او روښان فکره اومه خلۀ زلمے دے د ادب په ميدان کښې د خپل طبع عمر نه ډېر مشردے ولې چۀ لا ماشوم وو چې د پښتو ادبستان ته يې خپله شعري مجموعه ” د بونير ګلونه” په نوم ډالۍ کړېده او اس پينځه کاله وروستو وروستو په ۲۰۱۸ کښې د ژبې او اولس مينانو ته دا نوې کتابي ډالۍوړاندې کوي.
سرور د وړوکوالي نه د ځان سره غريبي، بې وسي ،مزدوري او خواري خسکي راوړے ده. طبقاتي نظام، سماجي جبر، د تور مخو سپين مخو او سور مخو بارارو.واکدارو د مذهب، سياست او سرمايه د ټېکدارانو او په سپينه جامه کښې پټو شرمخانو او ليوګانو تورے بشرې يې سحر ماښام ليدلي وي په قدم قدم يې لاره نيولې شو .او د محرومۍ ښاکر شوے دے. سرور که په وړوکوالي څومره هم تکړه با ادب اور هوښيار ماشوم وو که هر څومره ئې د علم په کالي ځان شينغارول د رړۀ ارمان وو. اؤ ځان له ئې په کښې د خپل روښانه صبا د دودانۍ د يوانونه او چتول خو دا خوب هغه وخت سراب ثابت شو د يوالونه ئې ړنګ او د خارو خوراک شول کله چۀ د يوې نجي تعليمي اداري مشر او په مذهب او انسانيت باندې مئين د تعلمي څوکئ سالار دے د مکتب نه ئې په دې وجه راوشړلو او دا حق يې تر نه راوترړلو چې دده او د دده د مور پلار ناتوانه اوګے د فيس د درون پيټي د اوچتولو جوفه پاتې نۀ شو. د هغه سند د ادارې د اوربل څڼه سترګه شوه او د غسې په سرور د سرکاري مکتب دروازې هم بندې کړې شوې.

اوس سرور د پلار سره د ګورنمنټ هائير سکنډريسکول ګديزي مخې ته چولې خرڅولو کښې بوخت شو او په خپلو وړو وړو لاسونو به ئې سکول ګلاليانو ته پليټونه وړاندې کول.
د وخت د تېريډو سره ئې په مرۍ د عاشقۍ خفصه لا به غلې شوه او دغسې دا ښاغلے د ګرينۍ او عاشقۍ ددوو بلاګانو په مينځ کښې راګير شو. او هم دا هاغه اسباب وو چې دے ئې د وطن نه لاس پر سرے د مسافرۍ په ژوند مجبور کړو. او د صوبې ستر ښار پېښور ځان پورې لکه د بچي راجوخت کړو. د ډاکټر فضل عظيم خبره چې ورک شي چي چې شته شي سرور که په مالي طور لا هغسې کنګال دےخو د هغه ورکيدو هغه د شاعرۍ په شتوشتمند او د يوې لوئے حلقې خاوند کړو. د سرور په شينه دننه چې څومره ځلاحيتونه او کمالات وو د شاعرئ او د موسيقۍ کومې سرچينې وې هغۀ په موجونو شوې او ددې ښاغلي نه ئې د لوئے رب په امر يو ښۀ شاعر او خوږ ژبۍ سپېځلے سندرغاړے جوړ کړو. خو دلته هم دے دهغه د بعضي موسيقارون او کلو کارانو د حوس ښکار اور د لوبو پنډوسکے شو او دده صلاحيتونه ئې د حوس د پوچاريانو او کلتو د دشمنانو په ښپو کښې نظر پاڼه کول غوښتل خو د سرسر ضمير ويخ او حوصله يې جګه وه غلبا پينځه کالا يې ددۀ ليوګانو اور هاتهيانو په مينځ کښې ښه په نره تير کړل جو د ضمير سودا ئې وڼه کړله ولې چې هغه د پښتو موسيقي هم په هغه رنګ کښې ليده غوښت په کوم کښې چې د کلتو حقيقي رنګونه جوت او پښتونو شملې جګې ساتلې شي . وائي چې همت مرداڼ مدد خدا داسې خلق الله پاکت چرې هم بد نۀ راولياګر چې وقتي طور د خفګان سره مخامخ کېږي خو دا د ازمائش په توګه وي او ازمائش د کاميابۍلارې سپړي

وائي چې بڼ د ازمرو نه خالي کېږي که يو طرفته د نام نهاد شهرت وږي دپيسې مئينا او د حوس مجبونان وو او سرور د هغهوي په مئينځ کښې يواځې او بې اسرې د ژوند ورځې شپي د سکروټو په سر تېرولې نو بل اړخ ته د يولوئے ازمائش نه ورستو ورته الله پاک د موسيقۍ د هغه بې تاجه ملکې “دخيبر پختونخوا د بلبلے”د موسيقۍ په شتو ماموره اور د مينې او شفقت نه ډک سورے نصيب کړو څوک چې د موسيقۍ په دنيا کښې پخپله يوه مدرسه او سند بللے شي چاچي د پښتو موسيقئ ته د هغې اصلي رنګ بخلے او موسيقي يې د سيالو سره سياله کړېده او داۍي ارمان دے چې داسې څوک پيداکړي چي پښتو موسيقي ته هغه خپله درنه د حيا ډکه او په تول اوررواج پوره جامه واغوندوي او هغه دا صلاحيت په سرور کښي ويني هم دغه وجه ده چې سرور يې د شاګر په حېث د رړه نه قبول کړے او په خپل هنري مکتب کښي ئې ورته ښۀ په مينه او شفقت ځائے ورکړے دے. د موسيقئي په دنيا کښې دا ستر نامتو او اولني مقام مېر من د خپل خاندان سر سره د موسيقۍ مينانو او مجنونانو د ” مه جبين قزلباش” په نوم پېژني او ډېر زر ده چې دوي به په خپل هنر سرور هم کله د سپوږمۍ وځلوي.

سرور د يو ښۀ شاعر سره سره يو خوږ ژبے سندرغاړے دے خو ګورو چې کوم اسلبو ئې ځان ته راکاږي او کومه مينه پپرې غالبه کېږې. د شونډو اور زلفو په حصار کښې لا هغه شان ځان ګېرساتي او کنه د زپلي اولس سره څنګ په څنګ ودريږې او د وطن نغمه ګر جوړېږي. او که بيا په موسيقۍ کښې د هغه سندر غاړو خوا نيسي او د هغوي سره خپل آوز شريکوي کوم چې د پښتو پښتون ولۍ او د کلتور نه جامې وباسي اور بربنډوي ئې خو نا سرور يو زيرک ، زړۀ سواندے په اولس مئين اوو کلک مسلمان دے هغه به چر ته هم د حيا د څادر نه ښپې ونۀ باسي.
د شمس بونيري صېب خبره چې انساني تقسيم کښې علم شريک وي اور خدائي برخه په صلاحيتونو باندې وي. شاعري انساني نۀ بلکې قدرتي برخه ده په دې سوب دا رد رب د طرف نه خصوصې ډالۍ ګڼل پکار دي .اور ددې ډالۍ د چوکاټ دننه خصمانه روزنهاور لګيا وښت په اخلاقي اور مذهبي کينوس کښې دننه کول خپل وظيفه ګرزول دي چې دا ښاغلے به ترنه چرته هم غاړه ونۀ ګرځوي.

اوس به د ليکوال شاعرۍ ته راشو ددې په شاعرۍ کښې درې رنګونه ښه په ډاګه په نظر راځي د هجر اور وصل کيفياتونه چې هر وخت ئې په دماغو داسې خاوره دي څنګ چې به د رياست سوات په ورځوکښې په چا اجاره ډنډ شوه اور يا به په کلي کښې څه جرم وشه نو ترهغې به ئې پرې نوکران کينولي وو اور روټۍ به يې تر نه خوړه چا تر څو نه مسئلې حل شوے نه وه خو ماته د سرور دا مسئله د حل کيد نۀ ښکاري . دويئم رنګ ئې کليوال دے د ے دکلي چينه چينار اور ګودر داايلم سردرې بيګرو او رزکانو آوازونه اور د کلي وال ژوند ژواک يادونه پرې هم زور آور دي دغسې پرې پختنه خاؤره چې دا کوم اورونه او د وئينو سيلابونه ويني نو زړو يې ټق چوي. اور سمدستي د قلم په ژبه خپل احتجاج رېکارډ کړي. په تيره تيره په سماج کښې دننه د روان کږليچ ، بې انصافۍ ، ظلم اور طبقاتي کشمکش چې کومه لوبه روانه ده هغه ئې هم آرام ته نۀ پرېږدي او دغسې خپلو اورد خپلو اتلانو شاعرانون کلامو نوه ته د خپل زړه راښکونکي اور خو ږ آواز جامه اغوستي او د وطن سردرې اور ميدانونوه سندريز کوي هسې خو کتاب کښې ئې ډير ښۀ ښه کلامونه شته دي زۀ خو ئې پخپل ځا ني دا لانديني بندونه د کتاب څڼه سترګه او انتخاب ګڼم. او په زړۀ مې پخه لګي.
ما ورته وئيل درځم ياد شوے مې ګودر دے
…………………….
ځمه لغمان اور قندهار ته
…….
نور په وړاندې نۀ ځم البته خپل دې کشر زلمي شاعر ته د زړۀ نه په دې نوي کتاب امبارکي وائيم او د خارې، ژبې اور اولس مينانو ته سوال کو چې خپله ژبه خپل خورو او خلپ ځان مۀ هيروئ پښتو لولۍ پښتو ليکئ پښتو واۍ. د پښتو په کتابونو پيسې ورکوۍ او د ليکوالانو شاعرانون ښۀ کار اور زيار ته په درنه ستګه ګورۍ ولے چي پښتانه متل کوي چي په کور سپک شي نو په بهر ورک شي . راځۍ چې ځان د ورکېدو نه وساتو کشر کشر کړو او مشر ته د مشر په سترګه وګورو.او يو موټے ايو آواز شو..


Related Articles

تاريخ ليکل لويه سينه غواړي . .موسيٰ ګل ګل

ليک ..موسيٰ ګل ګل په اسلامي تاريخ کښې کۀ مونږ وګورو نو طبري، مسعودي، سيوطي اؤ د ابن خلدون نومونه

پښور ښار او د لایق ذادہ صیب مینہ ، لیک نصیب یار چغرزیی

پښور کي که څومره شور دی خلق به کی په منډه دي او د يو بل نه په ترس ګرځي،

۱۵ درسونه چې په ښوونځي کې نه زده کیږي

لېکنه: هیري فورډ ژباړه: غازي عابد ځیني شیان موږ په ښوونځیو کې زده کوو او ځیني له ښوونځیو پرته د