د بونیر ادبی سنګر روداد ، بختورشاه بختور

د بونیر ادبی سنګر روداد ،  بختورشاه بختور

د بونیر ادبی سنګر روداد
لیک : بختورشاه بختور
د کال دوه زرره اتلسم د مارچ د مياشتې په شپاړسمه نيټه د جمعې په ورځ د بونیر ادبی سنګر یو مشاورتی اجلاس په اسلامیه ماډل سکول نربټول کښې راوغوښتے شو چې د ايجنډې تر مخه پکښې د تنظيم د څو میاشتو راهسې د ادبی هلې ځلې نه کولو د سببه د تنظیم د نوې کابینې ټاکلو او د نوی آئین سازۍ په موضوعاتو خبرې کول وو.

د غونډې د صدارت چارې قمراللّه خان قمر صیب ته وسپارلے شوی، او هم د ده په وینا بختورشاه ته د نظامت واګې وسپارلے شوې، د اسلام جان بونیری د تلاوت کلام پاک نه وروستو بختورشاه غونډې ته ټولو راغلو ملګرو ته اووئيل چې هر يو تن خپل خپل دريځ وړاندې کۍ چې څوک د کومې څوکۍ د سمبالولو د پاره اهل دی، هم دغسې د ټولو ملګرو په اجتماعی رائې انور ايلموال صدر، الطاف بونيری نائیب صدر، جنيد بونيری رابطه سيکتر، او بختورشاه خزانچی مقرر کړے شو.

د غونډې په دویمه برخه کښې بختورشاه اووئیل چې زمونږ د ټولو دلته یو ډګر ته د راټوليدو مقصد زدکړه کول دی او مونږ له د دې زدکړې دپاره کار پکار دے، مونږ له پکار دی چې په راروانو پروګرامونو کښې خپله ټوله توجو په تنقيدی اجلاسونو د شعر په فنی او هُنری زدکړو باندې ورکړو. د بختور د خبرې په جواب کښې قمّر اووئیل چې زه دا منمه چې د پښتو د هر یو زده کوونکی دپاره مطالعه ډيره لازمی ده خو دا هم خقيقت دے چې شغر لیکل څه داسې غټه غیلمی پنګه نه غواړی، که چری مونږه اوګورو نو صاخب زر باچه ډير لوۍ شاعر دے د بونير په غټو شاعرانو کښې يې شمار کیګی.

د قمر صیب د خبرو سره انور ايلموال زياته کړه چې او کنه غالی شان مجبور هم لوۍ شاعر دے خو سبق يې نه دے وئیلے او ددي خبرو ورته څه مغلومات نشته. قمر اووئیل زما د بختور د ټولو خبرو سره اتفاق دے . دے به اجلاس راغواړی او موضوع به خوښۍ مونږ ټول ملګری به ورله کار کوو، او که چرته دے نور څوک ملګری راغواړی د تنقيد دپاره نو هم پرې زمونږ څه اعتراض نشته په علم کښې به مو اضافه کيږی.
د غونډې په آخرۍ دريمه حصه کښې مشاعره اوشوه چې دې ښاغلیو پکښې خپل کلامونه اووئیل،
نوابزاده نواب، بلال درمان، جنید بونيری، انور ايلموال، الطاف بونیری، قمراللّه خان قمر، په آخره کښې د غونډې صدر قمراللّه خان قمر اختتامی کلمات ادا کړل او هم دغسې غونډه پائې ته اورسيده.


Related Articles

دافسانچې سرخېل ډاکټرعلي خېل

ليک. موسٰي ګل ګل اعوان په ادبې نړۍ کښې افسانه يؤ زړۀ پورې صنف دے ځکه چې دې کښې ډېر

بې وسي ، لنډه کیسه

ليکوال درد صيب دوه کاله کېده چې له پاکستان څخه مو خپل هېواد ته کډه راوړې وه. هلته پردی هېواد

چغرزي پښتو ادبي جرګه کراچۍ څانګه ( روداد او زېرې)

چغرزي پښتو ادبي جرګه کراچۍ څانګه ( روداد او زېرې) لیک: طارق زمان چغرزے دجنورۍ د مېاشتې په شلمه نیټه