د جمعدار صیب علمي، روحاني، اؤ ادبي هلې ځلې د تاريخ په هنداره کښي

د جمعدار صیب علمي،  روحاني،  اؤ ادبي هلې ځلې د تاريخ په هنداره کښي

د جمعدار صیب علمي، سماجي، منصبي،روحاني، مذهبي ، تبليغي اؤ ادبي هلې ځلې د تاريخ په هنداره کښي
ليک؛ موسٰي ګل ګل بونیر

ښاغلے غلام محمد جمعدار صیب د بونیر سيمې په هغه پیئلې ملغلرو کښې يؤه ملغلره ده د چا ژوند چې د يؤې محدود ټولنې پوري محيط نۀ، بلکې په مختلفو وختونو کښې د مختلفو حاالاتو واقعاتو نه تېر شوے خور اور پروت دے. جمعدار صېب يؤ خوږژبے، مينه ناک، قدردان، په سنتو پوره، دنوراني جثې څښتن، لوړ قد اؤ يؤ رعبناکه شخصيت لرې. پکار خو دا وه چې په دوي ليکنه چرته لوئے تاريخ دان، صحافي يا يؤ لوړعلمي شخصيت کړے وے، خو زۀ به ډېر په افسوس سره اووايم چې زمونږ قام کښې د ليک څښتنان شته خو هغه د ګوتو د شمېر برابر دي اؤ کۀ دي نو هغه هم د يؤ محدود سوچ پورې خپله دائره لري.

د بونیر په خاؤره د شميم شاهد غوندې قابل صحافيان، د بهروز خان غوندې د وېنا خاوندان، د شاکر بونيري غوندي تیزقلمکاران اؤ د شمس بونيري غوندي سياسي، قانوني اؤ ادبي شخصيتات شته. بايد چې دوي د جمعدارصېب په ژوند د خپل قلم اؤ تخيل په طاقت سره رڼا اچولے وے. خوشايد چې دوي لا دې پله فام نۀ وي کړے.البته زۀ دې لړ کښې د بونیر اولني اخباري نمائنده د خپل ګران کليوال ښاغلي محب الحق صیب ډېره زياته منننه کوم چا چې په ۲۵اپرېل ۲۰۱۵د دوي په ژوند “روز نامه ايکسپريس” کښي ترخپله وسه خپل قلم پورته کړو. بيا د خپل ځان د پاره ډېر د وياړ مقام ګڼم چې دا موقع ماته هم د دوي په کتاب د ليکنې په لړ کښې په لاس راغله. زۀ اګر چې ددې جوګه نۀ يم چې د جمعدار صیب ټول ژوند پوره پوره دقلم لاندې راولم،ولې بيا هم انسان په خپل وس پړ دے اؤ دداسې روښان فکره مشرانو اؤ عالمانو په ژوند قلم پورته کول خپله قلمي ذمه واري اؤ کارخېر ګڼم.
ښاغلے په کال ۱۹۲۸کښې د رياست سوات په علاقه بونیر تورورسک کلي کښې د ملک حيات خان بابا کره سترګې وغړولې. دملک صیب درې بيبيانې وې، د هرې بي بي نه ورته الله پاک يؤ يؤ ځوے ورکړو. دغه شان جمعدار صېب دوه مېرني روڼه هم لري، چې جمعدار صېب په کښې د ټولو نه کشر دے. په کال۱۹۳۹ کښې يې د پلار سورے له سره لرې شۀ. نورو روڼو يې خپله زميندارۍ سره شوق لرلو ولې دوي دخپلې زميندارۍ سره سره د تصوف اؤ علم لاره خپله کړه.جمعدار صیب په خپله مور ډېر ګران وۀ، اؤ له کوره بهر يې يؤ ساعت هم نۀ پیرزو کیدۀ، هم دغه وجه وه چې جمعدار صېب خپل تعليم اؤ علم د ژوند په اوله حصه کښې جاري و نۀ ساتلے شۀ ولې بيا هم دنيا په امېد خوړلے شي، خپله لوړه حوصله يې ونۀ بائلله اؤ د عمر په اخري ډګر يې د علم تنده ماته کړه.
دتورورسک بختوره خاؤره

د تورورسک خاؤره په علمي، سياسي،امن و امان اؤ د زنانؤ پردې لحاظ سره ډېره څربه ده. دلته د ديوبند لوئے لوئے عالمان لکه قاضي القضا مولانا فضل رحيم ګل مولوي صېب، مولانا عبدالرحيم، مولانا منورالدين، مولانا بديع الزمان، مولانا خواجه محمد، قاضي مولانا عبدالمجيد ځېږېدلي دي. د مولانا فضل ودود شانتې شعله بيان عالمان، د شريعت د پاره د شهادت جام نوش کوونکے مولانا فضل هادي، د ګوجرحافظ صېب غوندې د تقويٰ غر هم دې خاؤرې خپله غېږ کښې اودۀ کړۀ. دې خاؤره کښې د شېخ القرآن مولانا عبدالودود په شان با عمله عالمان، د مولانافضل کريم، مولانا عبدالحليم(صاحب حق صېب) پشان ددين متين سرچينې موندلے شي. د شفيع الله خيالي غوندې حق پرسته اؤ صحبت خان پشان في البديه پوهان هم د ددې خاؤرې پېداوار دي.

دغه شان په سياسي لحاظ سره تورورسک ته دا اعزاز هم حاصل دے چې دلته يؤې ملغلرې د صوبائي اسمبلۍ سپيکراؤ قانوندان د جمعدار صېب ورارۀ ښاغلي بخت جهان خان هم خړپوسې کړي دي. دې خاؤرې ته د الله پاک خصوصي رحمت متوجه دے، هم دا وجه ده چې جمعدار صېب ته د ژوند په آخري ډګر د دين تنده ولګېده. جمعدارصېب ابتدائي تعليم خپله علاقه کښې ترلاسه کړو اؤ د شپېتۀ کالو په عمر کښې يې د علم نه فراغت حاصل کړۀ چې دا په جمعدار صېب باندې د الله پاک د خصوصي فضل يؤ ځلنده ثبوت دے ګنې چرته د شپېتۀ کالو عمر اؤ چرته علم حاصلول.

منصبي هلې ځلې:

په سن ۱۹۵۲کښې چې جمعدارصېب د ځوانۍ په جوبن کښې وۀ، د دوي د صلاحيت اؤ قابليت په سبب کله چې د سابق والي سوات زمانه وه، دغه وخت د اعلېٰ نوکرۍ د پاره د CSS/PCS امتحانونه نۀ وو بلکې د سړي قدوقامت،د پنډوزور، محنت اؤ قوت برداشت ته به کتلے شو. جمعدارصېب هم په دغه زمانه کښې د والي سوات په فوځ کښې د نائب صوبيدار(جمعدار) په حېث بهرتي شۀ.هم دغه وجه ده چې په ټوله علاقه کښې نن د جمعدار صېب په نامۀ نومېږي.

اګرچې جمعدار صېب خپله نوکري ښۀ په نره کوله ولې ديني ذوق اؤ روحاني تنده يې نۀ مړه کېده اؤ هر وخت به پرې ديني ذوق غالبه وۀ، لاس به يې په کاروو ولې زړۀ يې د يار وۀ.

جمعدارصېب هم په دغه منصب شپاړس کاله ښۀ په ايماندارۍ سره خپله څوکۍ سنبال کړه خو د علمي جزبې اؤ ديني شوق په تکميل کښې آخر د نوکرۍ نه زړۀ تور شۀ اؤ په سن ۱۹۶۸ کښې يې استفيٰ ورکړه.

جمعدار صېب کۀ يؤ طرفته د ژوند په اوله حصه کښې په خپل قابليت، صلاحېت اؤ بدني طاقت د فوځ نائب صوبيدار پاتې شوے دے نو بل طرفته د ژوند په آخرې ډګر هم حکومت معاف نۀ کړو. په کال ۱۹۹۹ کښې حکومت دوي د مذهبي، سماجي اؤ اصلاحي صلاحيتونو په وجه د بونېر د ضلعي زکوٰۃ چئيرمين په حېث وټاکلو. اګر چې دوي په اول اول کښې دې منصب ته غاړه نۀ اېښودله ولې د علاقې د بعضو مشرانو په مشوره يې دې بوج ته په ډېر بوډاولي کښې ملا وتړله.اؤ په دې منصب پرله پسې دوه وارې پاتې شۀ.دوې په کال ۲۰۰۳کښې لا په دې منصب وو چې بونېر ته د بين المللي مبلغ مولانا طارق جميل د راتګ انګازې د سوات له سيمې راوالوتې. هم دې لړ کښې دوي د بونېر د سترستر افسرانو سره په ګشت وو چې ډګر هېډکوارټر کښې رارتاؤ شۀ اؤ خپه يې چورلټه ماته شوه. بل خوا په طارق جميل صېب د اپنډکس دړ راغلو اؤ د بونېر دؤره وځنځولې شوه.

سماجي او اولسي هلې ځلې:

جنګ جدل، دښمني تربګني د پښتون کلتور خاصې دي. جمعدار صېب د علمي اؤ تبليغي مشغولتيا سره سره د خپل سماج په کنډو کړمو هم ژوَر نظرساتي. دوي د خپل اولس ډېرې روغې جوړې کړې دي اؤ هغه مقدمات چې په عدالتي فېصلو نۀ دي حل شوي، دوي ډېر په ښکلي انداز کښې تر عمره عمره پائې ته روسولي دي. دې سلسله کښې دوي خپل کلي اولس تنظيمونه اؤ کمېټۍ سازې کړي دي اؤ دوي ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د خپلې علاقې د اصلاحي کمېټۍ اتۀ وارې پرله پسې صدر/مشر پاتې شوے دے. په دغه اړه يې په مختلف وختونو کښې په سؤونو شخړې هوارې کړې دي. اؤ د دوي ليکلې فېصلې ددوي برخوردار ښاغلي غلام زېب صېب تر دا دمه محفوظ ساتلي دي اؤ اوس هم جمعدار صېب په بوډۍ ګرګه دې لړ کښې عدالتونو کښې پېشۍ کوي.

هم دغه وجه وه چې کله بونير کښې لويه جرګه جوړه شوه نو جمعدار صېب ته د خپل قابليت اؤ صلاحيت په وجه د بونېر د لوئے جرګې د چئيرمېن څوکۍ وسپارلے شوه. بيا کله چې دمالاکنډ ډويژن په سطح لويه جرګه جوړه شوه، نو جمعدار صېب ته د يؤ موهم غړي په ‌حېث څوکۍ حواله شوه. ددېنه علاوه جمعدارصېب د ضلعي انسداد منشيات کمېټۍ بونېر اؤ ضلعي کميټې اقليتي امور بونېر ستر غړے هم پاتې شوے دے. د دوي خبره هر څوک په روڼ تندي اؤ ارته سينه اؤري اؤ مني، دا ځکه چې دوي باندې مذهبي رنګ غالبه دے اؤ سياسي رنګ يې د نيشت برابر دے. اؤ عام طور زمونږ خلق داسې شخړو کښې د سياست نه پشه کوي اؤ غېر جابنداره مشرانو ته غوره والے ورکوي. جمعدار صېب خلق غېر جانبداره، مذهبي اؤ روحاني پېشوا اؤ جرګه مار ګڼي. ددوي جرګه د برکت غونډۍ ګڼلے شي اؤ هيڅوک ترېنه مخ نۀ اړوي.دا ځکه چې د دوي نيکۀ ملک علق خان ته يؤ مجذوب دعا کړې وه چې د دغې تفصيلي ذکرزما ادبي ملګري حېدر علي صېب په خپل ليک کښې کړے دے اؤ دغه قصه کښې ټول کمال د دوي د نيا بي بي د سترې حوصلې اؤ د مسکينانو فقيرانو سره د الله پاک د رضا دپاره د کومک کولو دے.

تصوف ته راتګ:

تصوف يؤه ځانګړې دنيا ده، خو پدې هغه خلق پوهېږي چې د عشق حقيقي منزلونوته رسېدلے وي اؤ په زړۀ کښې يې دنېکانواؤلياؤ عقيدت اؤ مينه وي.

چې په يؤ قدم تر عرشه پورې رسي
ماليدلے دے رفتار د درويشانو (عبدالرحمان بابا)

جمعدار صېب د وړوکوالي راسې په دين مئين وۀ، د علمائے کرامو سره ناسته پاسته اؤ نېکانو صالحانوصحبت د دوي معمول کښې داخل وو. هم دغې شوق دے په کال ۱۹۵۸کښې چې دغه وخت دوي رياستي فوځ کښې نائب صوبيدار وو، د روحاني پېشوا حضرت عبدالمنان ( بټۍ باباجي)مجلس ته بوتلو، هم دغلته دوي د باباجي د سيوري لاندې په قادريه سلسله کښې بيعت شۀ. چې هم په دغه سلسله کښې نن صبا د يؤ مرشد حيثيت لري اؤ نور خلق ترېنه لاس نيوې کوي.

علمي پړاؤ :

اګرچې جمعدار صېب د رياست سوات يؤه لويه څوکۍ لرله ولې د دوي د دين سره بې کچه مينه وه اؤ د الله ، رسول په مينه غرق وۀ. والي صېب ته يې د فوجي نوکرۍ نه استعفٰي پېش کړه. والي صېب په دې طبيعت دروند کړو اؤ دۀ ته يې د ترقۍ لافه مخکښې کړه خو جمعدار صېب دا قبوله نۀ کړه اؤ د استعفٰي منظورولو خواست يې اوکړو.والي صېب د دوې سره په دې سلسله کښې يؤ امتيازي سلوک اوکړۀ اؤ په مشروط طور سره يې د دوي استعفٰي منظوره کړه. خلق په نوکرو پسې لے پلے ګرځي، ولې جمعدار صېب ددې هېڅ پروا ونۀ لرله اؤ په استعفٰي منظورېدو ډېرزيات خوشحاله شۀ، چې ايله دين ته اوزګار شوم.

په زړۀ مې يؤ جانان ځائېږي
څۀ درَمن نۀ دے چې غوبل پرې وتړمه

د استعفٰي نه پس دوي خپل ټول فام ديني علم پله وګرځولو. اګرچې دغه وخت د علم حاصلولو نۀ وۀ ولې د الله تعاليٰ په خصوصي مهربانۍاؤ لوئے فضل سره په سن ۱۹۷۹ کښې د شپيتۀ کالو په عمر کښې يې د ملاکنډ ډويژن د ستر علمي څانګې” دارالعلوم اسلاميه سيدو شريف” نه يې په امتيازي درجه کښې د علم فراغت حاصل کړۀ. اؤ د رياست سوات د چيف جسټس قاضي القضا ګل مولويصېب نه په فقه، حديث اؤ د تفسيرعلومو و فنونو کښې فېضياب شۀ.دا هغه زمانه وه چې علم به په پينځلس کاله کښي سر ته رسېدۀ.
تبليغي هلې ځلې

په مذهبي اؤ علمي لړ سره جمعدار صېب ته د يؤ جيّدعالم دين سره سره د ضلع بونېر د تبليغي جماعت د اولني امير سعادت هم حاصل دے.د تبليغي جماعت سره د تړون نه مخکښې جمعدارصېب د تصوف په رنګ کښې رنګ وۀ. کله چې په کال ۱۹۶۷کښې په اول ځل بونېر ته د رائے ونډ نه تبليغې جمات راغلو نو په دغه وخت کښې دېوانه بابا بازار ته ېؤ مرکزي اؤ تجارتي حيثيت حاصل وۀ، دغه زمانه کښې څوک هم د تبليغ په شد بد پوهه نۀ وو. چا به ورته د امريکې ايجنټان وئيل اؤ چا به ورته د حکومت جاسوسان.چابه ورته وئيل چې تاسو له پېسې څوک درکوي؟ دا جماعت دېوانه بابا ته راغلو، چې وروستو يې بيا په مشوره سره تورورسک ته د جمعدار صېب محلې وستاخېلو جمات ته تشکيل وټاکلے شۀ.

جمعدار صېب خو هسې هم د دين تږے وۀ، اؤ وائي چې لمدو خټو له لږې اوبۀ دارو وي. جمعدار صېب يؤ زيرک، پوهه، تېز نظر لرونکے اؤ په ديني رڼا ماموره وۀ. کله چې جمعدار صېب د دوي بيان واؤرېدۀ نو لکه د ابوبکر صديق رض صېب پشان يې فوراً د دې جماعت د صداقت اؤ حقانيت تصديق اوکړۀ. په مشن پوهه شۀ چې دا خو زما د جانان حضرت محمد صلي الله عليه وسلم مشن خوروي. نو ډېر زر متاثره شۀ اؤ خپل نوم يې د سه روزې د پاره په اول ځل پېش کړو.بيا دوي سره دماسټر عزت خان اؤ سمندرخان اؤ نورو ملګرو سوات منګورې ته لاړۀ. هم ددغه قربانو برکات وو چې دوې ددې مبارکې قافلې د مشر/امير په حېث وټاکلے شو. د دوي شمار د بونېر د تبليغي کاروان په اولني لس کلين سرخېلانو لکه ايوب بابا (ملايوسف)، سيداحمدشاه ګل بابا(انغاپور)،خليل بابا(ايلۍ)، روزي ګل بابا(چنګلۍ)،سيد مجيد، عبد المجيد، طالب بابا، عصمت الله، عبدالکريم، (دېوانه بابا)،منزرے اجړ(يخدره)،فضل حميد(چينه)،ظفرخان ګوجر(ريال)، اجړ کاکا (خائسته بابا)،مارغان کاکا(کلياړۍ)، ناندارخان(کلپاني)، سيد رحيم، علي حيدر، محمد شعېب،منجرب خان،اميرغواث خان، سيد کريم خان (باجکټه)، حافظ فضل رحمان، حاجي صحبت خان، ماسټر عزت خان،حاجي سمندرخان، حاجي امير سلم خان، کريم الله، حاجي عزاګل (تورورسک)، حاجي پوشاد، سيد فقير جمعدار (لېګانۍ)، حاجي تاجبرخان (ګوکند)،حاجي فقير ګل(پاچه کلے)،حاجي نوار (شلبانډي) سيد مجيدګل (سنګره)،غلام محمود،حاجي مسکين (چناړ)،اله داش خان،عبدالرحيم خان، سربلند خان(چيف صېب) (مټواني)، شېرين،مؤمين خان(بټاړه)،عتيق الرحمان(بازارګے) ،نورکلام (خېل)، شاه وزيرخان نانا(کوهے) حاجي فضل هادي (انغاپور)، سربلندخان (کلپاني)، محمد زرين(حصار)، محمدزرين (انغاپور)،فضل محمود(چناړ)، عنايت الله (ګيراړۍ) اؤ ګڼ شمېر نورو سره کېږي.

دا د کال ۱۹۶۷ د اولني لس کلين خبره ده . په دغه زمانه کښې تبليغي مرکز د تورورسک پشان بختور سترکلي کښې محله وستاخېل کښي وۀ، ولې دا څۀ باقاعده تبليغي مرکز نۀ وۀ بلکې د محلې جمات وۀ چې د جمعې په شپه به خلق راغونډېدل اؤ جمعدار صېب به ورته تبليغي بيانونه کول. د وستاخېلو بختورو خلقو به خپله غريبۍ کښې د خوراک څښاک اؤ اوبو بندوبست کولو. لکه څنګه چې نبي عليه سلام سره د تبليغ په اولني وخت کښې غريبانانو اؤ مسکينانو خلقو مرسته کړې وه هم دا رنګې د دغه وخت غريبو خلقو د جمعدار صېب مرسته کوله ولې مالداره خلقو به د خپلې ناپوهۍ په وجه دوي پسې پشي شا قسماقسم خبرې کولې اؤ الزامونه لګول، البته چا هم مخامخ د جمعدار صېب مخې ته د راتلو جسارت نۀ لرلو. اؤ دغه شان پرله پسې څوارلس کاله په دغه ورکوټي جمات کښې جمعدار صېب اؤ د ددوي ملګرو ډېرې کنډې کړمې ، تاؤدې ترښې وزغملې اؤ قا فله يې مخ په وړاندې بوتلله.

کاروان روان وۀ.وختونه تېرېدل، جمعدار صېب خپله حوصله ونۀ بائلله اؤ آخر ددوي قربانو رنګ راؤړۀ. هم د دوي د قربانو وجه وه چې په سن ۱۹۷۱ کښې زمونږ په پيربابا جامع مسجد کښې د خدائے بخښلي مولاناظاهر شاه صېب په نګرانۍ کښې د تبليغ اولنۍ اجتماع وشوه اؤ بيا اووۀ کاله وروستو په ژمي کښې په ۲۹،۲۸،۲۷ دسمبر سن ۱۹۷۸کښې چېدوئيمه اجتماع د جمعدار صېب کلي د تورورسک په خوړ کښې وشوه، نو ددې قافلې څۀ لږه ډېره پېژندګلو په دې سيمه هم خوره شوه.دغه شان په کال ۱۹۸۱کښې نوے مرکز قائم شۀ.
د جمعدارصېب قربانۍ دې لړ کښې نهايت د قدر وړ دي. دغه زمانه کښې چې څوک لا د تبليغ په ا،ب ،ت، نۀ پوهېدۀ، دوي به په سائکلو نزدو نزدو کلو، لکه انغاپور، ايلۍ، جنګدره اؤ بازارګي ته تلل. خدائے بخښلي صحبت خان به ماته فرمائيل چې جمعدار صېب به مونږ ته وئيل چې ګشتونه مۀ پرېږدئ نن تاسو په سائکلو ګشتونه کوئ، داسې وخت به راشي چې خلق به په خپلو خپلو موټروکښي ګشتونه کوي. هم د دوي په هڅو د دوي په ژوند کښې د حاجي سمندر خان اؤ حاجي سکندر خان والد صېب،خدائے بخښلي قلندرخان مرکز د پاره ځائے ورکړۀ، اؤ نن په کښې د جمعې په شپه لس دولس زره په دين مئينان راغونډېږي.

تبليغ په کال ۱۹۲۲ کښې د هندوستان د زمکې نه د حضرت مولانا شاه محمد الياس رحمته الله عليه په فکر اؤ هڅه سره پېل شۀ. په کال۱۹۶۷ کښې د جمعدار صېب ګران کليوال ماسټر عزت خان صېب په هندوستان(پونا) ښهر کښې د خپل پلارخدائے بخښلي سيد خان سره ميشه وۀ. هم دغلته دوي د تبليغي قافلې په لاس ورغلۀ اؤ په دغه زمانه کښې په اول ځل دوي د سۀ روزې لګولو سعادت بياموندۀ. کله چې دوي خپل کلي تورورسک ته راغلۀ نو جمعدار صېب ته د دوي په شان فکرمنده اؤ په دين غمژن اتل په لاس ورغلۀ نو دې قافلې دوه چنده اؤ څلور چنده پرمختګ شروع کړۀ. چونکې ماسټر صېب په هندوستان کښې ددې قافلې سره تړون لرلو نو په دې وجه دۀ ته د نورو ملګرو په نسبت زياته رڼا وه، هم دا هغه ښاغلے دے چې په تبليغ کښې يې د بونېر د زمکې نه په اول ځل د چلې لګولو سعادت ترلاسه کړۀ. د جمعدار صېب د سيوري لاندې خلقو په تبليغ کښې وختونه لګول اؤ دغه شان جمعدار صېب ته په کال ۱۹۸۸کښې دې مبارکې قافلې کښې د کال لګولو سعادت حاصل کړو.

ددې مبارکې اؤ سعادتمندې قافلې سره زما پېژندګلو په کال ۱۹۹۲ کښې وشوه. دغه وخت زۀ د بونېر اولني ډپټي کمشنرظهور احمدخان خليل صېب په دفتر کښې کلرک ووم، اؤ دغلته ګل محمد (ګلونو) هم څوکۍ لرله، نو ګلونو يؤه ورځ ماته د شب جمعې دعوت راکړو. دغه وخت اګرچې زما په ذهن کښې د تبلېغ هېڅ خاکه نۀ وه اؤ ما به وې چې داد وزګارو خلقو کار دے، خو رو رو ددې مشرانو په صحبت کښې زۀ په دې خبره پوهه شوم چې دا خو د هر مسلمان اهمه ذمه داري ده، اؤ ددې کار نه مخ اړول لويه بدبختي ده. بيا کله چې زۀ اؤ ګلونو په سن ۱۹۹۶ کښې پېښور ته اجتماع له لاړو،نو د حضرت جي انعام الحسن صېب دنوراني مخ زيارت راته نصيب شۀ. اجتماع کښې ماښام د ستر مشر خدائے بخښلي مفتي زين العابدين صېب بيان وۀ چې د سوره العصر تشريح يې کوله، نو زما ټول اشکالات ختم شول اؤ بې له وتلو ماته څۀ ګنجائش پاتې نۀ شۀ اؤ په سن ۱۹۹۸کښې د ګلونو اؤ د خپلې علاقې حاتم طائي حاجي شېرګل صېب، د اکرام مسلم سپيشلسټ، الله دې د دوي په ژوند کښې برکت واچوي، په خصوصي دعوت سره الله پاک ماله هم د څلورو مياشتو توفيق راکړه. دغه وخت د مال دولت کمے وه، غريبي وه، ګرانه ګراني وه،۴۵روپۍ لاهور ته د مردان نه ټکټ وۀ، ولې مينه محبت اؤ خلوص په هر زړه کښي موجونه وهل. دغه زمانه کښې تبليغي مرکز ډېر وړوکے وۀ، شب جمعه کښې به هم زيات نه زيات دوه،درې سوه کسان راجمعه کېدل. اکثر به خلق په سائېکلو راتلل. د بزرګ صلاح الد ين مات ګوډ سائکل اؤ شير ګل حاجي صېب چييترے سوزوکۍ راته اوس هم يادېږي. د نوي مرکز شاته يؤه مدرسه وه چرته چې به خدائے بخښلي سوات استاذ اؤ جمعدار صېب طلباؤ ته سبقونه ښېئل. جمعدار صېب د مهتمم په حېث خپله څوکۍ لرله. ټوله انتظامات به د مرحوم عزيزالله نانا په حلقه کښې وو چې نن صبا دا ذمه واري حليم جان اؤ هارون ترسره کوي. د جمعې په شپه به نانا ډېر زيات غصه وۀ اؤ چې د چا سره به بستره نۀ وه، نو بيا د نانا خپله خوښه وه چې څۀ به ېې ورته وئيل.کله کله به جمعدار صېب بيان کولو ولې زمونږ غوندې د ناپوهه خلقو دپاره د دوي علمي بيان باندې پوهېدل د قابو نه بهر وو.البته د جمعدارصېب تکيه کلام ” ګواکه(ګوياکه” دريش کاله پس اوس هم ماته ياد دے ولې زۀ پرې تراوسه هم نۀ پوهېږم چې ددې څۀ معنيٰ ده. د دوي بيان ته به حلقه ډېره په تعجب اؤ شوق سره ناسته وه.
د جمعدار صېب ستر شخصيت، لوړه خوبصورته جثه اؤ علمي تاثر به په ټوله مجمع خور وۀ، کۀ څوک پوهېدل اؤکنه خو ښۀ په شوق اؤ مينه سره به يې اؤريدۀ. دوې به په بيان کښې کله کله څۀ حکايت اؤ متلونه مثالونه هم بيانول.دغه شان به جمعدار صېب په خپل اثرناک بيان سره ټوله مجمعه سيخ اؤ ويخ ساتله اؤ ددې وجه داوه چې دوي به اکثر مجمعې نه مينځ مينځ کښې تپوسل چې ما څۀ وې؟.مرکز کښې د جمعې مانځۀ نه مخکښې بيان هم ددوي په ذمه وۀ.
ادبي نړۍ سره تړون
شاعري يؤ جدا ذوق دے اؤ دا په انساني مزاج اډانه لري. دا يؤ کلام وي کۀ ښۀ وي نو ښۀ ده اؤ کۀ بده وي نو بده. جمعدار صېب دهلکوانےراسې نه د خپل علمي تګ سره سره په مختلف وختونو کښې په ادبي دنيا کښې هم “پاپلې پل” کړي. د جمعدارصېب اکثره شاعرې محفوظه نۀ ده پاتې شوې ځکه چې دوي دې طرفته دومره فام لرنه نۀ ده کړې. اګر چې شعرو شاعرۍ ته نن صبا زمونږ سنجيده اسلامي روڼه څۀ خاص اهميت نۀ ورکوي، خو دې لړ کښې زمونږ دين اسلام ډېر وسعت لري. دې کښې د کوتاه نظرۍ څۀ ګنجائش نشته. په حواله د تفسير معارف القرآن اردو جلد ۷ سوره لقمان صفحه ۲۳،۲۴ بعضې رواياتوکښې راغلي دي چې الهو ولعبوا…فاني اکره ان يّريٰ في دينکم غلظۃ (يعنې لوبې ټوقې کوئ، بې شکه زۀ دا نۀ ښؤوم چې ستاسو په دين کښې سپوروالےاؤ سختي اووينم. دغه شان د بعضې صحابه کرامو نه نقل دي چې کله به هغوي د قرآن او حديثو د شغل نه فارغ شول نو بعضې وخت به يې د شعرونو اؤ تاريخي واقعاتو په لوستلو غم غلطولو… بل ځائے دي چې کله کله خپلوزړونو ته راحت هم ورکوئ، د دېنه زړۀ اؤ مازغۀ تازګي مومي…
کۀ مونږ په سنجيدګۍ سره وګورو نو شاعري څۀ بد شے نۀ دے، دا زمونږه صحابه کرامو هم کړې ده. کله چې د سوره الشعرا اٰيت” والشعرا۶ يتَّبعون هم الغاون…” نازل شۀ نو حضرت حسان بن ثابت، کعب بن مالک اؤ عبدالله بن رواحه رضي الله عنهم د وخت نوموړي شاعران په ژړا ژړا نبي عليه سلام ته راغلل چې الله ذوالجلال دا اٰيت نازل کړۀ اؤ مونږ هم شعرونه وايو، نو نبي عليه سلام ورته اوفرمائيل چې ددې اٰيت آخري حصه ولولئ. مقصد د نبي عليه سلام دا وۀ کۀ ستاسو شعرونه بېهوده اؤ غلط مقصد د پاره نۀ وي نو په دې کښې تاسو داخل نۀ يئ کوم چې د اٰيت په آخر کښې ذکر دي. ددې اٰيت شروع کښې د شعروشاعرۍ سپکاوے اؤ د الله په نزد مبغوضوالے معلومېږي مګر د اٰيت په آخره کښې چې کومه استثنيٰ ذکر ده ددې نه دا ثابت شوه چې شعر بالکل بد نۀ دے بلکې کله چې کوم شعرونه د رب کريم د نافرمانۍ، د رب د ياد نه منع کؤونکي، دروغ بيانۍ، په ناحق سره بې ځايه د يؤ انسان سپکاوے، توهين، فحش بيانۍ، يا د فحاشۍ د پاره راپاروونکي نۀ وي نو هغه شعرونه مذموم اؤ مکروهاتو نه پاک وي هغه الله تعاليٰ ددې نه مستثنٰي کړي دي. بعضې شعرونه خو د حکمت، پند نصيحت او عبرت د مضمونونو نه ډک وي نو دا قسمه شاعري د ثواب موجب ده. حافظ ابن حجر فرمائي چې حکمت نه مراد رښتونې خبره ده چې د حقيقت مطابق وي.
ابن بطال وائي چې کوم شعر کښي د خدائے وحدانيت، د رب ياد، ددين اسلام سره د مينې ترغيب بيان شي هغه شعرونه مرغوب، غوره اؤ مناسب دي،
کوم شعر کښې چې دروغ بياني، فحش ګوئي وي هغۀ د مذمت لائق دي.
ددېنه دا جواز ثابېتېږي چې څۀ لوبه کول، شعر ګوئي يا قصه ګوئي يا مثالونه، متلونه بيانول په لهو لعب کښې داخل نۀ دي په شرط ددې چې دا د خپلو حدودو په چوکاټ دنننه وي. شعر و شاعري فنون لطيفه کښې راځي اؤ دې له دومره وخت ورکول نۀ دي پکار چې يؤ انسان دا خپل نصب العين وګرځوي اؤ د الله د ياد نه غافل شي، دآخرت فکرترې هېر شي اؤ ددۀ په عباداتو کښې خلل راشي. خو بعضي شاعري خو د آخرت ياد تازه کوي، د پند نصېحت خزانه وي، انساني جذبات د الله پاک د ياد نه سرشار کوي؛ لکه جمعدار صېب چې فرمائي:
ذکر فکر کړه سحر دے
تازه وخت ښکلے اطهر دے

دي په قهر دوزخونه
په کښې شته دے سرۀ اورونه
غلام محمده نور وېښېږه
له غفلته بېدارېږه
اؤ يا لکه چې وائي:
د مزل اؤ شؤګيرې تکليف برداشت کړي
په دې جهد به حالات د قام بدل کړي
غلام محمده په محنت باندې ګامزن شه
چې نيکۍ دې پاک الله سلو کښې سل کړي
جمعدار صېب اګرچي شاعري د ډېر وخت نه کوي، خو کمه کمه. زيات تر وخت د دين تبليغ اؤ په علاقه کښې د روغو جوړو هڅې کوي. دا يې اولنۍ شعري ټولګه ده، د دېنه مخکښې يې نثر کښې اووۀ اسلامي کتابونه ليکلي دي چې فهرست يې د کتاب په شا چاپ دے. د جمعدار صېب په ژوند قلم د اوريدو نۀ ښکاري ولې د وخت کمے اؤ د کتاب ضحامت له ويرې خپله خبره په لاندينۍ ټپه راغونډؤوم:
تحرير، تقرير د اصلاح اوکړئ
ليک پاتې کېږي اؤ ليکوال له دنيا ځينه


Related Articles

ایا د اردو فلم ‘ورنه’ پښتانه منفي ښودلي؟

محمد عمران ( مشال ريډيو) په دا ورستيو کې د اردو ژبې ځينې فلمونه داسې راغلي چې پکې پښتانه همجنسبازان،

ستاسې د سترګو رنګ مو د شخصیت ښکارندویي کوي

لیکنه: نجما خورمي ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل کله چې له یوه چا سره مخ کیږو، نو لومړی څه چې ترمنځ

د جيني د ودولو عمر څومره پکار دی؟

محمد عمران ( مشال ريډيو) د پاکستان سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ د ماشومانو نجونو ودولو قانون کې د بدلون منظوري