د دير نواب او جذباتيان پُښتانهٔ ، لیک آیاز يوسفزی

د دير نواب او جذباتيان پُښتانهٔ ، لیک آیاز يوسفزی

د دير نواب او جذباتيان پُښتانهٔ
آیاز يوسفزی
وايي چې د دير پخوانی نواب شاه جهان يوه ورځ مازيګر د خپل کور پهٔ بام خپلکو ملګرو او حکومتي چارواکو سره د پنجکوړې سيند ته مخامخ ناست ؤ نو د سيند نه يوه ښځه منګی پهٔ سر راروانه وه. د منګي لپاسه يې يؤ خاورين جام يا کاسه پرته وه. نواب صېب خپلو ملګرو ته وويل چې پهٔ تاسو کې داسې څوک شته چې د دغه ښځې د منګي لپاسه دغه کاسه وولي او دغه ښځه خبر هم نهٔ شي؟
شاهي نشان ويشتونکي وويل، نواب صېب دا خو وړه خبره ده، ګوره ورته. ډز يې پرې وکړو، لوښی د ښځې پهٔ سر مات شو، هغه لږه ټکڼۍ شوه او بیا راروانه شوه خو اندازه ورته ونهٔ شوه چې څهٔ کيسه شوه.
نواب صېب هغه نشان ويشتونکي ته ډېر شاباسی ورکړو او ټولو ورته لاسونه وپړقول. نشان ويشتونکی هم سم خوشحاله ؤ او خولهٔ يې لهٔ خندا نه غوږونو ته رسېدلې وه خو د خوار دغه خوشحالي ډېره اوږده نهٔ شوه.
نواب صېب سمدلاسه پهٔ فکر کې شو، د نشان ويشتونکي نه يې ټوپک واغيستو او رسا د زړهٔ پهٔ سر يې وويشتلو او د مخې سره يې سړه سمغه کړو.
نواب ډېر جابر سړی ؤ، چا ترې د تپوس جرأت هم نشو کولای. ټول هک پک او حيران ودرېدل خو مير منشي حبيب الحسن زړهٔ ټينګ کړو او تپوس يې ترې وکړو چې نواب صېب تاسو چې څهٔ هم وکړل، ښهٔ مو وکړل خو ولې مو وکړل؟ مونږ پرې هم لږ پوه کړه نو ښه به وي.
نواب صېب پهٔ زوره زوره وخندل او بيا يې وويل چې د دې سړي نه مې يره شوه ځکه مې وويشتلو، دا خو ډېر خطرناک دی. کيدای شي سبا د دې پورې غر نه پهٔ ناخبرۍ کې ما وولي. باور مې پرې پاتې نشو نو ځکه مې د خپلې ويرې مړ کړو.
پُښتنانهٔ هم هره ورځ د ځانه باتوران جوړ جوړوي، کله کشمير ته ټوپک پهٔ لاس منډې وهي چې کشمير آزادوو، کله د افغانستان نه د امريکې او نورې غربي نړۍ پهٔ خوښه او تش شاباسي روسان د افغانستان نه زغلوي، کله د امريکې پهٔ بي 52 الوتکو پسې زاړهٔ روسي کلاشنکوفونه او چينايي تمانچې پهٔ لاس افغانستان ته روان وي، کله د فلسطين، شام، برما، چيچنيا او بوسنيا پهٔ غم کې ژاړي او نن يې بیا د فوځ کار پهٔ خپل لاس کې اغيستی دی. مشينان، ټوپکې او کلاشنکوفونه نېغ نېغ کوي او بغارې وهي چې زمونږ نه زيات مېړني بل هېڅوک نشته.
سبا چې حالات سم شول نو همدغه اسلحه، دغه کلاشنکوفونه او بغارې بیا د دوی د ترهګر، غدار، ملګ دشمن او طالب کېدو لپاره لويه ګواهي او ثبوت دی. بیا چې ورسره هم هغه د نواب شاه جهان د نشان ويشتونکي کار کيږي نو مونږ وايو دا بد کيږي، ايله مو پهٔ چل پوهېږي سم کار درسره کوي او همدغه مو علاج دی چې بیا مو ځای پهٔ ځای اپوټه، بې سره او مسخ شوي مړي پراتهٔ وي او يا پهٔ کلونو کلونو بې درکه يئ نو مونږ وايو بد کيږي. ستاسو سره هم دغه کار پکار دی، رياست بد خو نهٔ کوي، ښهٔ کوي.
بس کهٔ دېخوا يئ او کهٔ اخوا يئ خو جذباتيان يئ، پهٔ تش شاباسي هم ځان وژنئ او هم بل خو کهٔ د خبل اولس خبره راشي نو بيا دُشمن ته هم اړتيا نشته، نهٔ پخپله څهٔ کولای شئ او نهٔ بل کار ته پرېږدئ.
تاسو چرته پهٔ چونډه، قصور، واهګه او کشمير کې پنجابی وليدلو چې ټوپک پهٔ لاس جنګ له تلی وي؟ د سندهي نه خبر شوئ چې خپل ګرېوان يې وشلولو او هندوستان ته يې دړکه ورکړه؟ د بلوچ د خولې نه مو واورېدل چې زهٔ به د فوج نه مخکې جنګېږم؟
وه د خدای نيکبختو! دغه کار د سويلين خلکو دی او کهٔ د فوج؟ د يوهٔ هېواد د پولو ساتنه د عادي خلکو کار دی کهٔ د فوج؟
چې تهٔ جنګ له ځې نو فوج د څهٔ لپاره دی؟
ګوره پُښتونه قامه!
خبره واوره، پهٔ دې نړۍ کې ستا نه پرته نور قامونه هم شته، د ځانه هر ځای او هر وخت قلاقُلا خان مهٔ جوړوه ګنې بيا به د دير د شاهي نشان ويشتونکې شان هېڅ بې هېڅه همداسې مرې او همداسې به خوار و زار او ورک يې. ما خبر کړې او نوره خوښه دې خپله ده. او رشتيا هغه متل خو به دې اؤرېدلی وي کنهٔ چې ” لنډيه غوايهٔ، لوړ کمر ته وخېژه، وګوره چې خلک څهٔ کوي، تهٔ هم هغه کوه.”


Related Articles

ژوند هغه دی، چې فکر يې کوو

بریا او ماتې زموږ د فکرونو د څرنګوالي پايلې دي. که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، ژوند مو

زما د جرنلزم ډيګري او ملاکنډ يونيورسټي : لیک جبران بونیرے

زما د جرنلزم ډيګري او ملاکنډ يونيورسټي لیک : جبران بونيري پيښور ماته ډير خه ياد دي…!!! چي کله په

مشالونه، د سوله ایزې مبارزې لارویان

;مشالونه؛ د خدايي خدمتګار تحریک د نومیاتیو مبارزینو د ژوند او کار په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري